د طالبانو ستره محکمه وايي، د عبدالمالک حقاني په مشرۍ د دوی قضايي پلاوي د ایران د کورنیو چارو وزارت له یو شمېر لوړپوړو چارواکو سره د سړي تښتونکو له خوا د افغانانو د تښتولو او په دغه هېواد کې د دغو پېښو د مخنیوي په اړه خبرې کړې دي.
د طالبانو تر واک لاندې د سترې محکمې په خبرپاڼه کې راغلي چې د دوی پلاوي له ایراني چارواکو غوښتي چې یو شمېر هغه کسان چې په دغه هېواد کې د سړي تښتونې په تور نېول شوي دي افغانستان ته وسپاري.
د دغې خبرپاڼې له مخې د طالبانو پلاوي له ایراني لوري همدارنګه غوښتنه کړې، چې د استوګنې د سند لرونکو افغانانو د اوسېدو موده وغځوي او په دې برخه کې نورې اسانتیاوې برابرې کړي.
د طالبانو په وینا، د انساني قاچاق پر وړاندې مبارزه، د افغانستان او ایران تر منځ د پولو مدیریت او د افغانستان او ایران ترمنځ نورې مهمې مسٸلې د دوى ترمنځ د خبرو او د بحث وړ موضوعات وو.
طالبان وايي، په دې ناسته کې د دوی پلاوي د ایران د کورنیو چارو وزارت له چارواکو وغوښتل چې د دغه هېواد د اتباعو پر بانکي حسابونو لګول شوي بندیزونه لغوه کړي او په تېرو کلونو کې له دغو کسانو غوښتل شوي مالیات معاف کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې په ايران کې يو شمېر افغان وګړي تښتول شوي او تښتوونکو د هغوى د خلاصون په بدل کې د هغوى له کورنيو څخه د پيسو غوښتنه کړې ده.
له بلې خوا د طالبانو د واک له بيا ټينګښت وروسته ایران له هېواده د کډوالو د جبري شړلو، بندي کولو او نېولو لړۍ ګړندۍ کړې ده او تر دې وړاندې د دغه هېواد چارواکو ویلي وو چې له اسنادو پرته به په ایران کې کډوال د اوسېدو اجازه ونه لري.