افغانستان

خلیلزاد د نجونو پر زده کړو د بندیز په اړه د ستانکزي څرګندونې «هیله بښونکی بدلون» وباله

افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد

د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د نجونو د زده کړو په اړه د نړیوال اسلامي کنفرانس دریځ او د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي مرستیال عباس ستانکزي څرګندونې د نجونو پر زده کړو د بندیز په اړه «هيله بښونکى بدلون» وباله.

ښاغلي خلیلزاد په نوي ښوونيز کال کې د نجونو لپاره د ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانستلو غوښتنه وکړه.

نوموړي د نجونو د زده کړو په اړه د اسلامي هېوادونو د غونډې د جوړېدو او د طالبانو د مشر پر پرېکړې د ستانکزي د نيوکې په ګډون دوو پرمختګونو ته په اشارې سره، د نجونو پر زده کړو د بنديز لګول ظالمانه، غيرعادلانه، ناسم او په افغانستان کې د ٢٠ میلیونو ښځو او نجونو له حقونو څخه سرغړونه بللې ده.

ښاغلي خلیلزاد وايي:« د طالبانو یو له مهمو مشرانو څخه د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ښاغلي ستانکزي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ په خبرو کې یې مهم رول لوبولی د نجونو پر زده کړو بندیز ظالمانه او غیر عادلانه بللی دی. ناسم او د ۲۰ میلیونو افغان نجونو له حقونو څخه سرغړونه بللې ده.»

په افغانستان کې د بشري حقونو او ښځو په چارو کې د امریکا د متحدو ايالاتو ځانګړې استازې رینا امیري چې ماموریت یې اوس پای ته رسېدلی، هم د بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو د حقونو د تامین لپاره پر طالبانو د فشار پر دوام ټینګار کړی دی.

هغې ويلي، « حساب ته د طالبانو اړ اېستلو او د افغان ښځو د زړورو مشرانو او د بشري حقونو د مدافعینو د هڅو د ملاتړ لپاره ډېر څه ته اړتیا ده، تر ټولو مهمه دا چې موږ باید طالبان قانع کړو چې هغه ویجاړونکي حکمونه لغوه کړي چې ادارې، خوځښت، زده کړې، معیشت، ټولنیز غږ او مهمو روغتيايي خدمتونو ته ښځې له لاسرسي څخه محروموي.»

په همدې حال کې یو شمېر له ښوونځیو پاتې زده کوونکي وايي، چې له درېیو کلونو وروسته لا هم له یوه ناڅرګند راتلونکي سره مخ دي او نړیوال غبرګون ناکافي ګڼي.

یوې زده کوونکې زهرا، وايي:«زموږ برخلیک له درېیو کالونو راهیسې نامعلوم دی. موږ نه پوهېږو چې زموږ راتلونکی به څه وي. هغه څوک چې کولی شي دا ستونزه حل کړي یوازې عکس العمل ښیې، مګر هیڅ عملي اقدام نه کوي.»

د نجونو د زده کړو په اړه د اسلامي همکاریو د سازمان دوه ورځنۍ غونډې په یوه ګډه اعلامیه کې اعلان وکړ چې له زده کړو د نجونو بې برخې کول په اسلام کې هیڅ بنسټ نه لري او دا بندیز باید له اسلام سره ونه تړل شي.

عباس ستانکزي د شنبې په ورځ د طالبانو د مشر د پرېکړې پر ضد په یوه وينا کې وویل: «د نجونو پر زده کړو بندیز په شریعت کې هېڅ بنسټ نه لري او د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د تړلو لپاره هېڅ پلمه شتون نه لري.»