افغانستان

لینزي ګراهام: په افغانستان کې د داعش له نفوذ سره پر امریکا د برید په اړه اندېښنې زیاتې شوي دي

د امریکا د کانګرېس غړي لینزي ګراهام ویلي، په افغانستان کې د داعش نفوذ او په ټوله نړۍ کې جګړو ته په کتو، د پخوا په پرتله پر امریکا د برید په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.

هغه سي بي اېس ته وویل: «زه هیڅکله په خپل هېواد باندې د برید په اړه دومره اندېښمن نه وم لکه اوس چې یم.»

ګراهام زیاته کړه: «په افغانستان کې د داعش په راڅرګندېدو او په ټوله نړۍ کې جګړو ته په کتو، زه فکر کوم چې د جمهوري غوښتونکي ګوند لومړیتوب باید د سرحدونو امنیت وي. د دې کار لپاره پیسو ته اړتیا لرو، او که موږ دا کار ونه کړو، موږ د خپل ملي امنیت سره د روسیې رولټ لوبوو، پوله باید لومړیتوب وي، د اردو تمویل باید لومړیتوب وي.»

د دې اندېښنو سربېره، د سي آی اې یوه پخواني شنونکي ټېلېګراف ته ويلي: «موږ په سیمه کې د وضعيت په ویجاړولو کې ډیر ښه یو. خو په جوړولو کې ډېر ښه نه یو. زه یقینا فکر نه کوم چې موږ په عراق او افغانستان کې د جګړې ماهیت او سیاسي پایلې یا نشتوالی په اړه خوندي يو.»

تر دې مخکې د سیګار په یوه راپور کې چې د روان کال په اګست میاشت کې خپور شوی و، په ډاګه کړې وه چې داعش خراسان په افغانستان کې له ۲ زره تر ۳زره ۵۰۰ پورې جنګیالي لري. د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په راپور کې په افغانستان کې د القاعده د نویو اډو د جوړولو خبرداری هم ورکړل شوی دی. هغه څه چې کېدای شي متحده ایالات يې اندېښمن کړي وي.

افغان پوځ یوه پخواني افسر بسم الله تابان وايي: «د طالبانو د واک ته رسېدو سره، په ځانګړې توګه په افغانستان کې د سیمه ایزو او نړیوالو ترهګرو ډلو په راڅرګندېدو او په هېواد کې په بېلابېلو لارو د افراطیت له ودې، د ښوونځیو او پوهنتونونو له نصاب څخه نیولې بیا د رژیم تر چلند پورې، هر څه ددې سبب شوي چې د سیمې او نړۍ هېوادونه د خپل امنیت او خپلو ګټو په اړه اندېښمن کړي دي.»

طالبانو په وار وار ویلي چې له افغانستان څخه نړۍ ته کوم ګواښ نشته او د داعش خراسان شتون يې رد کړى دى. د طالبانو یوه ویاند یوې ایرانۍ رسنۍ ته ویلي، چې ښايي له یو څخه تر دوه سلنه داعش جنګیالي د هېواد په غرنیو سیمو کې په تېښته وي.

له دې سره هم مهاله، طالبانو په افغانستان کې داعش ته د ماتې ورکولو ادعا کړې، خو داعش خراسان د ليندۍ په میاشت کې د حقاني شبکې پر یوه جګپوړي غړي او د طالبانو د کډوالو چارو د وزارت پر پخواني مشر د وژونکي ځانمرګي برید مسوولیت منلی و.