د امریکا منتخب ولسمشر ډونلډ ټرمپ چې ټاکل شوې نن د امریکا د ۴۷م ولسمشر په توګه لوړه وکړي، وايي له طالبانو د امریکا پوځي تجهیزات بېرته اخلي.
هغه په خپله تازه وینا کې، چې د «بیا امریکا ستره کړئ د بریا غونډې» په مراسمو کې د کانګرېس په کپیټال وان آرنا تالار کې جوړه شوې وه په ضمني ډول د جوبایډن د حکومت لوړپوړي مشران او بایډن «ناپوه او بېکفایته» بللي دي او زیاته کړې يې ده، چې همدوی سبب شول چې دغه تجهیزات د طالبانو لاس ته ولوېږي.
ټرمپ په خپله وینا کې وویل:
«ایا تاسو پوهېږئ چې موږ هر کال میلیاردونه ډالر افغانستان ته ورکوو؟ آیا څوک په دې پوهېږي؟ او زه وایم که موږ د کال میلیاردونه ډالر ورکوو، باید ورته ووایو چې دا پیسې تر هغه نه ورکوو چې زموږ پوځي تجهیزات بېرته رانکړې، هغه تجهیزات چې دغو ناپوه او بېکفایته کسانو اجازه ورکړه چې د طالبانو لاس ته ولوېږي. نو، لږې پیسې به ورکړو، خو خپل پوځي تجهیزات به بېرته اخلو.»
په عین حال کې، ټرمپ په دې وینا کې طالبان «دښمن» یاد کړي او ویلي یې دي چې د امریکا د پوځ د بیا رغاونې میلیاردونه ډالر طالبانو ته ورکړل شوي دي.
هغه وایي:
«موږ به خپل پوځ بیا پیاوړی او عصري کړو. موږ دا کار مخکې کړی و. موږ ټول پوځ بېرته جوړ کړ؛ خو هغوی (د بایډن اداره) میلیاردونه او میلیاردونه ډالر طالبانو ته ورکړل. هغوی زموږ پوځي تجهیزات طالبانو ته ورکړل. د دې تجهيزاتو لویه برخه يې دښمن ته وسپارله.»
دا په داسې حال کې ده چې متحده ایالات نن (دوشنبه، د سلواغې لومړۍ نېټه) د واک د لېږد د سترې سیاسي پېښې شاهد دی. ډونلډ ټرمپ به د امریکا د منتخب ولسمشر په توګه لوړه وکړي او د راتلونکو څلورو کلونو لپاره به د امریکا چارې پر مخ وړي.
ټرمپ د امریکا ۴۷م ولسمشر دی چې سپینې ماڼۍ ته ننوځي. هغه مخکې هم د متحده ایالاتو د ولسمشرۍ یوه څلور کلنه دوره ترسره کړې ده.
د اوکراین جګړه او د چین د اقتصاد د پراختیا مخنیوی، چې اوس د نړۍ ستر اقتصادي ځواک ګڼل کېږي، د ټرمپ د دې دورې د بهرني سیاست له لویو ننګونو څخه ګڼل کېږي؛ خو هغه تر اوسه په افغانستان کې د خپلې تګلارې په اړه څرګند دریځ نه دی نېولی.