افغانستان

د ارزګان کسبګر: بې وزلۍ په ټيټه بيه د توکو پلورولو ته اړ کړي یو

د اروزګان ولايت د چورې ولسوالۍ يو شمېر پلورنکو د مناسب مارکېټ له نشتوالي شکايت کوي او وايي چې د خپلو کورنيو د ملاتړ په موخه خپل توکي د بازار له نرخه په ټيټ قيمت پلوري.

۶۳ کلن مظفرعلي چې د چورې ولسوالۍ په زاړه بازار کې ليلامي توکي پلوري، وايي، چې د سیمې خراب اقتصادي وضعیت دې ته اړ کړی، چې خپل توکي له اصلي نرخ څخه په ټیټه بیه وپلوري.

هغه وايي: «موږ د کورنۍ نهه غړي یو. په خدای قسم چې د درېيو شپو راهيسې زموږ په کور کې اوړه نشته. د دې بازار خلک زما په څېر هیڅ نه لري.»

نور پلورونکي هم ورته حالت لري. دوی وايي، بازار ته په دې هیله راځي، چې یوه مړۍ ډوډۍ ترلاسه کړي، خو ډېرې ورځې بې له دې چې کوم څه لاسته راوړي کور ته تش لاس ستنېږي.

د دې ولسوالۍ يو بل اوسېدونکی مالي خان وايي:«موږ بوټان په لس يا شل افغانۍ پلورو. موږ په کور کې ډوډۍ نلرو او موږ باید د کورنۍ لپاره یو څو ډوډۍ راوړو.»

چوره ولسوالي چې د اروزګان ولايت يوه له لويو ولسواليو څخه ده له ژورو اقتصادي ستونزو سره مخ ده. د مناسب کار او کافي عاید نشتوالی د دې سیمې یو له بنسټیزو ننګونو څخه دي او پراخې بې وزلۍ د خلکو ورځنی ژوند سخت اغېزمن کړی دی.

دا وضعیت د هغه بحران ښکارندوی کوي چې د افغانستان ډیرې ناامنه سیمې ورسره مخ دي او په دې سیمو کې اقتصادي ملاتړ او د کار فرصتونو رامنځته کولو ته بېړنۍ اړتیا ده.