نړۍ

پاکستان کې د یوه مسافر وړونکي بس او ټانکر په ټکر کې ۲۰ کسان وژل شوي

د پاکستان پولیسو او د ژغورنې ادارې چارواکو د سه شنبې په ورځ (اګست ۱۶مه) اعلان وکړ چې تېره شپه د تېلو یوه ټانکر او مسافر وړونکي بس په ټکر کې ۲۰ کسان وژل شوي دي.                        

د پاکستان د پولیسو یوه چارواکي عمران شوکت ویلي چې دا پېښه د ملتان ښار ته نږدې په داسې حال کې رامنځته شوې چې درېیو مسافر وړونکو بسونو سره خپلو کې سیالي کوله چې یو یې له ټانکر سره مخامخ شو.

ښاغلي شوکت زیاته کړې چې د ټکر له امله اور ولګېد او دواړه موټر یې وسوځول.

هغه وویل، ټانکر داسې سوزېدلی چې د پېژندلو نه دی او دا هم نه معلومېږي چې د کوم شرکت دی.

لاهور کې د دوو شرکت یوه کارکوونکي تایید کړه چې ټکر شوی بس ددوی اړوند دی او ډرېور یې هم په وژل شویو کې دی.

د پېښې وژل شوي او ټپیان ملتان کې روغتون ته لېږدول شوي دي. د ژغورنې خدمتونو یوه چارواکي د پاکستان دنیا ټلویزیون ته ویلي چې په دې پېښه کې یوازې شپږ مسافر ژوندي پاتې شوي دي.