ښځې

د افغانستان د ښځو د حقونو د دفاع لپاره د ښځو د بنسټونو هڅې

یوه راپور چې د «په بحراني شرایطو کې رهبري: په افغانستان کې د حقونو د دفاع لپاره پر ښځو متمرکزو سازمانونو اغېزمنې ستراتېژۍ» تر سرليك لاندې چمتو شوی، واک ته د طالبانو د بیا راستنېدو وروسته، د ښځو د حقونو د دفاع لپاره د دې بنسټونو د ستراتېژیو د تطبیق څرنګوالی څېړلی دی.

دغه راپور چې د ښځو او ماشومانو د حقوقو د څېړنیز بنسټ او د « په بشرپاله شرایطو کې د ښځو غږ او مشري» د پروژې په همکارۍ چمتو شوی، د افغانستان دننه او په ډياسپورا  کې د ښځو محوره سازمانونو هڅې په ډاګه کوي. دا هڅې پر دوى د محدوديتونو سربېره د دوی د فعالیتونو د دوام، د ښځو د غږ لوړولو او د مالي سرچینو د خوندي کولو لپاره ترسره شوې دي.

راپور د ۱۴۰۰ لمريز کال د زمري له میاشتې مخکې د ښځو د حقونو په برخه کې د پام وړ پرمختګونو ته اشاره کوي. په دغه  پرمختګونو کې په پرېکړو کې د ښځو د ګډون زیاتوالی او د جنسیتي برابرۍ د ودې لپاره د ښځو په محور سازمانونو راڅرګندېدل شامل دي. د نړیوالو نوښتونو ملاتړ د دې سبب شو چې د افغانستان د ښځينه رهبرانو وړتیاوې پیاوړې شي.

په همدې حال کې، راپور وايي چې د طالبانو واک ته د بیا ستنېدو سره، دا پرمختګونه سرچپه شول او پر ښځو سخت محدودیتونه ولګول شول، چې په عام ژوند کې يې د دوی ګډون محدود کړ او د ګواښونو او تاوتريخوالي ډک چاپېریال یې رامنځته کړ.

په ياد راپور کې راغلي چې د محدودیتونو په غبرګون کې، د ښځو په محور سازمانونو خپلې تګلارې د عامه فعالیتونو څخه د ټولنې په کچه پروژو ته بدلې کړې دي. ډېرې دغې سازمانونه خپلې هڅې د بشرپاله پروژو سره یوځای کړې دي، لکه د ژوندانه د معیشت او عایداتو پروګرامونه چې د ښځو بېړنۍ اړتیاوې پوره کوي او د دوی هڅې په محتاطانه ډول خوندي کوي.

د راپور پر بنسټ، نړیوال ملاتړ کمېدو سربېره، د ښځو په محور سازمانونو د نړیوالو پلاتفورمونو لکه زوم، اېکس، او مایکروسافټ ټیمز څخه په ګټه اخیستلو سره د افغان ښځو غږ اوچت کړی او اړینې مالي سرچینې یې ترلاسه کړې دي.

راپور زیاتوي چې دغه سازمانونه خپلې هڅې نړیوالې کچې ته غځولې دي. د ۲۰۲۴ کال په سپتمبر کې کاناډا، جرمني، استرالیا، او هالنډ اعلان وکړ چې د ښځو پر وړاندې د هر ډول تبعیض د له منځه وړلو کنوانسیون د نقض له امله د نړیوالې محکمې ته د طالبانو پر ضد شکایت وکړي. دا اقدام د افغانستان د ښځو په محور سازمانونو د ډیاسپورا او دننه د ګډو هڅو نتیجه وه.

دغه راپور په سیمه‌ییزو سازمانونو کې د ډیجیټلي زده کړو د کچې ټیټوالی او ټکنالوژۍ ته د لاسرسي نشتون په ګډون، چې له نړیوالو شریکانو سره د دوی د اړیکو توان محدودوي ځینو ستونزو په اړه هم یادونه کړې ده. 

سربېره پر دې، دا سازمانونه ډېر وخت د افغانستان په اړه د پرېکړو له پلټفارمونو څخه بهر پرېښودل کېږي او د محلي نوښتونو د ملاتړ لپاره کافي او انعطاف‌پذیره بودیجه نه لري.

راپور د حقوقي او بشرپاله هڅو په دوام د ښځو په محور سازمانونو پر مهم رول ټینګار کړی او په افغانستان کې دننه او په ډیاسپورا کې د دې سازمانونو ترمنځ د همغږۍ ښه‌والی یې د یوه مهم پرمختګ په توګه یاد کړی دی.

راپور د ښځو په محور سازمانونو باندې د نړیوال ملاتړ د زیاتېدو غوښتنه باندې پاى ته رسېږي او د انعطاف‌پذیرې بودیجې د برابرولو او د افغانستان د پرېکړو په بهیر کې د ښځو په معنی‌لرونکي ګډون اړتیا باندې يې ټینګار کړى دى.