افغانستان

د ملګرو ملتونو چارواکو د طالبانو د اقتصاد له وزیر سره د «بشري مرستو» په اړه خبرې وکړې

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) مشرې روزا اتونبایوا او د یوناما مرستیال اندریکا راتواته د اقتصاد وزارت لپاره د طالبانو له وزیر دین محمد حنیف سره خبرې وکړې.

د طالبانو تر ادارې لاندې د اقتصاد وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې «د خلکو د اقتصادي اړتیاوو او پراختیایي لومړیتوبونو سره سم د بشري مرستو اغېزمن او روڼ تطبیق» د دې ناستې او بحث تمرکز و.

د دغې خبرپاڼې له مخې، د طالبانو د اقتصاد وزیر په دې کتنه کې ټینګار وکړ چې په راتلونکی کال کې باید نړیوال سازمانونه په هېواد کې د پراختیایي پروژو او فعالیتونو د تطبیق په برخه کې د خلکو د ژوند د ستونزو د حل او د بې وزلۍ او بېکارۍ د کمولو په برخه کې زیات کار وکړي.

تر اوسه یوناما د دې غونډې او د بحث شویو موضوعاتو په اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د اقتصاد وزارت په دې وروستیو کې بهرنیو او کورنیو نادولتي موسسو ته په جدي توګه خبرداری ورکړی، چې په دغو ادارو کې د ښځو کار منع دی او باید له دغه حکم څخه سرغړونه ونه کړي.

د طالبانو تر ادارې لاندې د اقتصاد وزارت په یوه مکتوب کې خبرداری ورکړی، چې که دغه فرمان عملي نه کړي، د هغو موسسو فعالیت به ودروي چې ښځې ګماري او د فعالیت جوازونه به یې لغوه کړي.

خو ملګرو ملتونو تر دې مخکې ویلي وو چې د طالبانو له خوا د ښځو پر کار بندیزونو په افغانستان کې بشري فعالیتونه ستونزمن کړي دي.

دغه سازمان په یوه راپور کې ویلي، چې د لګول شویو بندیزونو او محدوديتونو له امله له دغه هېواد سره نړیوالې مرستې هم کمې شوې دي.

په ورته وخت کې د دغه سازمان په وینا دغو محدودیتونو او بندیزونو په هېواد کې د میندو، میندو او ماشومانو روغتیا ته پاملرنه ستونزمنه کړې او د دغه هېواد روغتیايي سیستم یې له سقوط سره مخ کړی دی.