د طالبانو مشر هیبت الله اخندزاده د رٸس الوزراء سیاسي مرستیال عبدالکبیر له سیاسي مرستیالۍ له دندې لرې او د کډوالو چارو وزارت سرپرست په توګه وټاکه تر اوسه د هغه له ټاکل کېدو درې ورځې تېرېږي؛ خو پر ځای يې بل څوک نه دي ټاکل شوي؛.
پر دې سربیره؛ د طالبانو د رٸيس الوزراء د سیاسي مرستیال د کډوالو چارو وزارت د سرپرست په توګه ټاکل شوی چې پخوا د حقاني شبکې له خوا اداره کېده.
طالبانو تر اوسه د رٸس الوزراء د سیاسي مرستیال له دندې د لېرې کولو د لامل په اړه څه نه دي ویلي؛ خو یو شمېر کارپوهان د طالبانو د سیاسي مرستیالۍ له دندې د عبدالکبیر لیرې کول د هبت الله اخندزاده له خوا د حقاني شبکې د کمزوري کولو لپاره یو هدفمند اقدام بولي.
د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو د نړیوال مرکز مشر عاطف مختار وايي:«
«هبت الله اخندزاده د سراج الدین حقاني او «عقوب مجاهد د له منځه وړلو په لټه کې دی او د مولوي عبدالکبیر ګوښه کول د طالبانو دغو دوو وزیرانو ته یو خبرداری دی
د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین او د هغوی د دفاع وزیر یعقوب مجاهد پیاوړتیا هبت الله اخندزاده د کندهار په حلقه کې د واک له لاسه ورکولو څخه وېرولی دی.»
په ورته وخت کې یو شمېر نور د هبت الله اخندزاده له خوا د طالبانو د سیاسي مرستیال عبدالکبیر د ګوښه کېدو لامل د حقاني شبکې او کندهاري طالبانو ترمنځ سیاسي اختلافات بولي.
سیاسي شنونکی واحد فقیري وايي:«
«د مولوي عبدالکبیر ګوښه کول د طالبانو په داخلي اختلافاتو کې ریښې لري. د طالبانو د مشر دا اقدام د طالبانو او حقاني شبکې ترمنځ د اختلافاتو دایره پراخه کوي او اختلافات دلته نه ختمیږي، بلکې پراخیږي.»
د ملي امنیت پخواني رییس رحمت الله نبیل آمو ته وویل، ډېر احتمال شته چې سراج الدین حقاني د طالبانو د سیاسي مرستیال په توګه د هبت الله اخندزاده له خوا وګومارل شي. د ښاغلي نبیل په وینا هغه دریځ چې تر ډېره تشریفاتي دی او د پرېکړو واک نه لري.
اوس داسې انګېرل کېږي چې هبت الله اخندزاده هڅه کوي د کندهار له حلقې بهر د واک د ټاپوګانو د کنټرول لپاره منظم او هدفي پروګرامونه جوړ کړي او له یوې څوکۍ څخه بلې څوکۍ ته ځینې څېرې بدلې کړي چې د عبدالکبیر لیرې کول هم په دې برخه کې ریښې لري