افغانستان

ایران یو افغان وګړی «په پټه» اعدام کړ

د ایران د بشري حقونو سازمان خبر ورکړی، چې د دغه هېواد حکومت د عبدالرحمان اسحاقزي په نوم یو افغان وګړی اعدام کړی دی.

د دغه راپور پر بنسټ، دغه کس د «نشه يي توکو » په تور په اعدام محکوم شوی چې دغه سزا د مشهد په مرکزي زندان کې په «پټه» توګه پلي شوه.

د ایران د بشري حقونو سازمان وايي دغه کس ۵۷ کلن و.

په دې راپور کې راغلي: «رحمان د تېرې یکشنبې په ورځ د مشهد د وکیل آباد زندان له عمومي څانګې څخه د اعدام د سزا د عملي کولو په موخه د دغه زندان قرنطیه ته لېږدول شوی و او پرون سهار د وروستي ځل لپاره د خپلې کورنۍ سره له لیدو پرته د هغه د اعدام حکم پلي شو.

د دې سازمان په وینا، هغه بندیان چې د وروستي لیدنې پرته یا حتی د کورنۍ د خبرتیا پرته اعدام شي د «پټ اعدام» په توګه طبقه بندي کیږي.

د ایران د بشري حقونو سازمان وايي، په تېرو څلورو کلونو کې د هغو بندیانو د اعدام کچه چې د «نشه يي توکو» په تړاو په تورونو اعدام شوي، په پرله پسې توګه او هر کال زیات شوي دي.

دغه سازمان احصایې ورکړې چې د ۲۰۲۲ کال په پرتله چې ۲۵۶ کسان د نشه يي توکو په تور اعدام شوي، په ۲۰۲۳ کال کې پکې ۸۴ سلنه زیاتوالی راغلی او له دې تور سره ۴۷۱ اعدامونه ثبت شوي دي.