د طالبانو تر ادارې لاندې د روغتیا وزارت ویلي، چې د هرات حوزوي روغتون ته یې ۴۰ کارټنه درمل او طبي وسایل سپارلي دي.
د طالبانو تر ادارې لاندې د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې دغه روغتون ته د روغتیا د نړیوال سازمان له خوا د مرستو دغه بسته برابره شوې ده.
خبرپاڼه زیاتوي، چې په دغه مرسته شوې بسته کې درمل او جراحۍ وسایل شامل دي چې په اړینو مواردو کې به ترې ګټه واخیستل شي.
تېر کال د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د څار ادارې خبرداری ورکړی و، چې د افغانستان د روغتیا په برخه کې د بهرنیو مرستو سخت کمښت او د طالبانو له خوا د ښځو له حقونو څخه پراخې سرغړونې د میلیونونو افغانانو روغتیا له ګواښ سره مخ کړې ده.