افغانستان

سرچينې: د ډېورنډ کرښې په اوږدو کې د پاکستاني ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه پیل شوې

د پکنیکا پر برمل ولسوالۍ د پاکستان د هوايي برید انځور

سرچینو آمو ته ویلي، چې په خوست او پکتیا ولایتونو کې د ډېورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د طالبانو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ جګړه پیل شوې ده.

سرچينې تاييدوي چې په دغو نښتو کې درې تنه ملکي افغانان هم وژل شوي دي.

د سرچينو د معلوماتو له مخې، دغه نښته نن سهار (د مرغومي ٨ مه) پيل شوې ده.

سرچینه زیاتوي، چې دغه نښتې د پکتیا ولایت په ډنډ پټان ولسوالۍ او د پکتیا ولایت علیشېرو ولسوالۍ کې پیل شوې دي.

طالبانو تراوسه په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي.