د پکتيکا ولايت پر برمل ولسوالۍ د سه شنبې په ماښام د پاکستاني پوځيانو بريدونو چې سرچينو په وينا، په ترڅ کې يې پنځه تنه وژل شوي، د افغانستان د پخواني حکومت د سياسي څېرو او چارواکو له پراخو او جدي غبرګونونو سره مخ شوي دي.
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي دغه بریدونه د افغانستان د ملي حاکمیت ښکاره نقض او ښکاره تېری بللی دی.
هغه پر اېکس ليکلي چې د دواړو هېوادونو په اړیکو کې کړکېچ په سیمه کې د افراطیت د پیاوړتیا او د افغانستان د پرله پسې کمزوري کولو لپاره د پاکستان د «ناوړه» سیاستونو محصول ګڼلی او زیاته کړې یې ده چې د دغه کړکېچ هوارى د پاکستان پر پالیسیو سمدستي او جدي بیاکتنې پورې اړه لري.
په ورته وخت کې د طالبانو یو پخواني مهم غړي عبدالسلام ضعیف د دغو بریدونو په غبرګون کې ویلي چې دا یو وحشیانه عمل او د اصولو خلاف کار دی. د پاکستان پوځي ديکتاتورۍ (په دې بريدونو سره) غواړي په خپل هېواد کې د سياسي، امنيتي او اقتصادي بې ثباتۍ مخه ونيسي.
له بلې خوا د افغانستان د پخواني ولسمشر ستر سلاکار ضیاالحق امرخیل وايي، دا بریدونه د افغانستان له ملي امنیت څخه ښکاره سرغړونه او له نړیوالو قوانینو او نړیوالو میثاقونو سرغړونه ده.
د پکتیکا په برمل ولسوالۍ د پاکستاني پوځیانو برید
تر دې وړاندې د هېواد په ختيځ کې د پکتيکا ولايت ځايي سرچينې ويلي وو، چې د پکتيکا په برمل ولسوالۍ کې د پاکستاني پوځيانو په هوايي بريدونو کې لږ تر لږه پنځه ځايي اوسېدونکي وژل شوي او د زياتې مرګ ژوبلې احتمال شته.
دغه سرچینې وايي چې په دغو بریدونو کې د سیمې د اوسېدونکو څو کورونه هم ویجاړ شوي دي.
د طالبانو تر ادارې لاندې د دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې تایید کړې، چې د پاکستان پوځ د سه شنبې په ماښام د پکتیکا ولایت په برمل ولسوالۍ کې «یو شمېر ملکي وګړي، چې ډېری یې وزیرستاني کډوال دي» په نښه کړي دي.
دغه وزارت وايي، په دې بمبارۍ کې د ماشومانو په ګډون ګڼو ملکي وګړو ته مرګ-ژوبله اوښتې ده.
طالبانو په دغه خبرپاڼه کې ویلي چې دوی به دغه عمل بې ځوابه پرې نه ږدي او «د افغانستان له خاورې او حريم دفاع خپل مشروع حق ګڼي».