د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله سبا (پنجشنبه د مرغومي په ٦مه) د زمبابوې په وړاندې د لوبې ميدان ته ښکته کېږي.
دا لوبه به د زمبابوې په کوربه توب د کابل پر وخت ۱۲:۳۰ بجې ترسره شي.
د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله له زمبابوې سره دوه ټېسټ لوبې لري او دغه سیالۍ به د روانې میاشتې له ۶مې تر ۱۷مې د دغه هېواد په کوینز لوبغالي کې ترسره شي.
د هېواد د کرېکټ ستوری راشد خان د زمبابوې پر وړاندې په دغو لوبو کې له نږدې درې کلونو وروسته د هېواد د کرکټ په ملي لوبډله کې شامل شوی دی.
په دغه نوملړ کې حشمت الله شهیدي د کپتان، رحمت شاه مرستیال، افسر ځاځى او اکرم علي د وېکټ ساتونکو په توګه شامل دي، پر دغو لوبغاړو سربېره عبدالمالک، ریاض حسن، بهیر شاه محبوب، صدیق اتل، عصمت الله عالم، عظمت الله عمرزی، ضیا اکبر، زاهد شهزاد، راشد خان، ظاهر خان، یمین احمدزی، بشیر احمد، فرید ملک او نوید ځدراڼ هم په دغه لېست کې شامل دي.
همدارنګه ناصر جمال، ضیاءالرحمن شریفي او ابراهیم عبدالرحیمزی په احتیاطي نوملړ کې شامل شوي دي.
د هېواد د کرېکټ ملي لوبډله په داسې حال کې لومړۍ ټېسټ لوبه کې له زمبابوې سره مخامخ کېږي، چې دغه هېواد ته یې په شل آوریزو او ۵۰ آوریزو سیالیو کې ماتې ورکړې ده.