په بامیان ولایت د طالبانو تر ادارې لاندې د امنیه قومندانۍ مطبوعاتي دفتر اعلان کړی چې تېره شپه د بامیان ولایت د یکاولنګ ولسوالۍ د «کوتل حوض شاه» په سیمه کې د «فلانکوچ» ډوله موټر سره د بار وړونکي موټر ټکر له امله يو تن مړ او ۱۴ تنه نور ټپیان شول.
د طالبانو په وينا، د شپږو ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى او د درملنې په موخه د باميانو ولايتي روغتون ته لېږدول شوي دي.
د طالبانو په خبرپاڼه کې راغلي چې لومړنۍ څېړنې ښيي چې د دغې پېښې لامل«بې احتیاطي او ډېر سرعت» و.
طالبان وايي، د لارۍ چلوونکی یې نیولی او تر څارنې لاندې دی او په اړه یې پلټنې روانې دي.
په افغانستان کې ترافیکي پېښې په ژورې اندېښنې بدلې شوې دي.
تېره اوونۍ د کابل-کندهار پر لويه لار د دوو ترافيکي پېښو له امله تر ۵٠ زياتو کسان ژوند له لاسه ورکړ.