افغانستان

جاپان له راستنېدونکو افغان کډوالو سره ۱.۵ میلیونه ډالره مرسته وکړه

انځور له آرشیف

د کډوالۍ نړیوال سازمان وايي، د جاپان حکومت له راستنېدونکو افغان کډوالو سره د مرستې لپاره ۱.۵ میلیونه ډالره ځانګړي کړي دي.

د دغه سازمان د خبرپاڼې پر بنسټ، دغه مالي مرسته به له ايران او پاکستان څخه پنځه زره راستنېدونکو ته د ميلک، اسلام کلا، سپين بولدک او تورخم په سرحدي لارو کې ورکړل شي.

په دې خدماتو کې به لنډمهاله استوګنځي، ګرم خواړه، ترانسپورت، طبي مرستې، د مرستې توکي او نغدي مرستې شاملې وي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان ویلي دي چې دغه مرستې به په ننګرهار ولایت کې د راستنیدونکو، داخلي بې ځایه شویو او کوربه وګړو په ګډون د زرګونو نورو خلکو د اقتصادي پیاوړتیا په برخه کې، چې له لوړې بیکارۍ او کمزوري اقتصاد سره لاس او ګرېوان دي، اغېزمنې تمامې شي.

په همدې حال کې په افغانستان کې د کډوالۍ د نړیوال سازمان مشرې میا ه پارک وویل: «په افغانستان کې له دغه سازمان سره د جاپان د حکومت اوږدمهاله ژمنې موږ ته دا وړتيا راکوي چې له هغو خلکو سره اړیکه ونیسو چې په زیانمنونکو شرایطو کې هېداد ته راستنيږي. له دوى ډېر يې د خپل تن له جامو پرته بل څه نه لري.»

هغه د دې مالي مرستې ستاینه وکړه او ټینګار یې وکړ چې د دغه سازمان په فعاليتونو کې به د جاپان ژمنې په زیان منونکو شرایطو کې له راستنېدونکو سره مرسته وکړي.

بل خوا په افغانستان کې د جاپان سفیر کرومیا تاکایوشي ویلي: «د افغاني ټولنو پیاوړي کول د جاپان د بشري مرستو اصلي تمرکز دی. دا همکارۍ په عزت سره د افغانانو د ژوند د بیا رغولو او د تلپاتې ثبات د بنسټ جوړولو په برخه کې زموږ ژمنتیا څرګندوي.»

له ایران او پاکستان څخه د شړلو په زیاتېدو او په افغانستان کې د اقتصادي بحران له امله د راستنېدونکو افغان کډوالو وضعیت خراب شوی دی.

په ورته وخت کې، جاپان یو له هغو هېوادونو څخه دی چې د دې ننګونو سره د مبارزې لپاره بشري مرستې چمتو کوي.