د طالبانو تر ادارې لاندې د د ټولګټو وزارت اعلان کړى، چې نن (سه شنبه د مرغومي ۴مه) د سالنګ لویه لار د ترافیکو پر مخ پرانیستل شوه.
د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې اوس کوچني او لوی مسافر وړونکي موټر کولای شي چې پر دې لار له داوړو خواوو او ورځني ډول تګ راتګ وکړي.
همدارنګه، بار وړونکو موټرو ته به هم په نوبتي ډول د تېرېدو اجازه ورکړل شي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې نن ورځ بار وړونکي موټرونه له شمال څخه جنوب ته حرکت کوي او په راتلونکو ورځو کې به دغه ترتيب بدل شي.
د سالنګ لاره د هېواد له مهمو لارو څخه ده، چې د هېواد د شمال او سوېل په نښلولو کې مهم رول لوبوي.