افغانستان

۵۳ افغانان د پاکستان له زندانونو خوشې شول

د طالبانو تر ادارې لاندې د کډوالو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې ۵۳ تنه افغانان د پاکستان له زندانونو خوشې او هېواد ته راستانه شوي دي.

دغه وزارت د سپین بولدک په سرحدي سیمه کې د طالبانو د آمريت په حواله لیکلي، چې د هېواد دغه اتباع پرون (دوشنبه، د مرغومي په ۳مه) خوشې شوي دي.

د دغې خبرپاڼې له مخې، ۴۵ تنه او ۸ تنه چې د یوې کورنۍ غړي وو، د دغې پولې له لارې هېواد ته داخل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې په تورخم کې د طالبانو يوه مسٶل دباختراژانس ته ويلي چې يوه ورځ مخکې دولس تنه افغان اتباع دپاکستان له بېلابېلو زندانونو څخه آزاد او هېواد ته راستانه شول.

د دغه خبري آژانس د خبر له مخې دغو ۱۲ اتباعو درې ورځې د پاکستان په زندانونو کې تېرې کړې دي.

په ګاونډیو هیوادونو کې د کډوالو وضعیت

په پاکستان او ایران کې یو شمېر افغان کډوال د دغو دوو هېوادونو د پولیسو له ناسم او بد چلند څخه شکایت کوي.

ياده دې وي، چې پاکستان له څه باندې یوه کال راهیسې د افغان کډوالو د جبري اخراج او توقیف لړۍ روانه کړې او ایران هم سږ کال دغه بهیر چټک کړی دی.

که څه هم د دغو دوو هېوادونو چارواکو د کډوالو له خوا د قانوني اوسېدو د اسنادو نشتوالی د دغو اخراج او نیول کېدو یوازینی لامل بللی دی. خو په هېواد کې مېشت کډوال هم د دغو دوو هېوادونو د پوليسو له خوا د شکنجې، ناوړه چلند، تاوتريخوالي او توهين خبره کوي.