د جوزجان ولایت په مرکز شبرغان ښار کې د طالبانو له خوا د «منع شويو کتابونو» د راټولولو بهیر پیل شوی دی.
په جوزجان کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رئیس بریالی احمدي وايي، دغه اقدام یې د «اسلامي ارزښتونو، د خلکو د کلتور د ساتنې او د ناسمو معلوماتو د خپرېدو د مخنیوي په موخه چې د خلکو ذهنیت خرابوي، پیل کړی دی.»
د هغه په وينا، هغه كتابونه چې د «اسلام د سپېڅلي دين او د افغانستان د خلكو د فرهنګ پر خلاف» چاپېږي، د «منع شويو كتابونو» د راټولولو كمېټې لخوا به د دې ولايت له ټولو كتابتونونو راټول شي.
هغه زیاته کړه چې دا بهیر به په راتلونکو ورځو کې هم دوام وکړي ترڅو ټول هغه کتابونه چې«د اسلامي او کلتوري ارزښتونو سره په ټکر کې» وي وپېژندل شي او راټول شي.
د طالبانو لخوا د کتابونو راټولول او غبرګونونه
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو د هېواد په کچه له کتابتونونو او پوهنتونونو بې شمېره کتابونه راټول کړي دي.
تر دې وړاندې د پوهنې یو شمېر فعالانو او اعتراض کوونکو د طالبانو له خوا د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د کتابونو د ټولولو او سانسور په تړاو د «کتاب سوځولو پر ضد» کمپاین پیل کړی و.
دغه کمپاین په هېواد کې دننه او بهر د خلکو له پراخ هرکلي سره مخ شو او دوی د کتاب لوستلو د جريان په ثبتولو له دغه کمپاین سره یو ځای شول.
حمیرا قادري، لیکواله او د پوهنتون استاده او د هغې ورور خالد قادري، چې دا کمپاین یې پیل کړی و، مخکې ویلي وو، چې طالبانو د «له منځه وړلو او ځپنې» د تګلارې په دوام په افغانستان کې زرګونه کتابونه سانسور کړي دي.
د آغلې قادري په وینا، طالبانو یوازې په هرات ولایت کې د سلګونو کتابونو سرلیکونه «نامطلوب» بللي او هغو ته يې په لاسرسي بندیز لګولی دی.