افغانستان

طالبان د متقاعدینو د حقوقو د ورکولو لپاره ځانګړې محکمه جوړوي

عکس له آرشیف

طالبان وايي، د دوی مشر هبت الله اخندزاده د دوی تر ادارې لاندې ټولو وزارتونو او ادارو ته امر کړی، چې د متقاعدينو حقوقو د ورکولو لپاره ځانګړې محکمه جوړه کړي.

د طالبانو تر ادارې لاندې د باختر خبري آژانس د راپور پر بنسټ، دغه ځانګړې محکمه به د متقاعدينو حقوق د «شريعت او قانون» پر بنسټ تائيد او تطبيق کړي.

د دغه خبري آژانس د خبر له مخې، د طالبانو تر ادارې لاندې د مالیې وزارت مکلف دی چې د روان کال د چنګاښ له ۲۱مې وروسته د تقاعد کوونکو معاشونه تنظیم او ورکړي.

په افغانستان کې د متقاعدینو وضعیت

دا په داسې حال کې ده، چې یو شمېر متقاعدین په تېرو درېیو کلونو کې د دوی د خوراکي توکو او د ژوند د شرایطو د سختېدو خبره کوي.

دغه متقاعدین وايي، سره له دې چې اوس د ژمي په رارسېدو سره دوی ته د خپلې کورنۍ د غړو لپاره د ورځې یوه ډوډۍ پیدا کول ستونزمن دي د خپلو کورونو د ګرمولو وسایل هم نه لري.

له بلې خوا یو شمیر متقاعدین همداراز د معاشونو د نه ورکړې له امله سخت کارونه کوي.

طالبانو د خپلې واکمنۍ له بيا ټينګښت وروسته د متقاعدينو د معاشونو ورکول بند کړي او مخکې یې ویلي وو چې «شرعي دلایلو» یې مخه نېولې ده.