افغانستان

سرچینې: په کندهار کې د طالبانو د کابینې غونډه دوه ورځو ته وغځول شوه

په انځور کې؛ د عبدالغني برادر په ګډون د طالبانو یو شمېر مهم غړي

سرچينو آمو ته ويلي چې په کندهار کې د طالبانو د کابینې غونډه دوه ورځو ته وغځول شوه.

سرچينې زياته کړې، چې د طالبانو د کابينې وزيرانو د ټولو غيردولتي موسسو پر فعاليتونو د بنديز له اعلان څخه ډډه کړې او هڅه کوي، چې خپل مشر قانع کړي، چې دغه فرمان صادر نه کړي.

دغه سرچینې زیاتوي چې ټاکل شوې د طالبانو د عامې روغتیا وزیر د چهارشنبې په ورځ کابل ته راشي. خو نوموړی لا هم په کندهار کې د دغه بندیز د مخنیوي لپاره «لابي» کوي.

تر دې مخکې یوې سرچینې آمو ته ویلي و چې د طالبانو د رٸيس الوزراء اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر کندهار ته تللی څو له طالب مشر سره په هېواد کې د بهرنیو بنسټونو د برخلیک په اړه سلا مشورې وکړي.

د دغو سرچینو په وینا، په کندهار کې د دوی د کابینې په وروستۍ غونډه کې د طالبانو مشر هڅه کړې چې په افغانستان کې د نړیوالو بنسټونو فعالیتونه محدود او یا بند کړي.

په کندهار کې د هبت الله آخندزاده په مشرۍ د طالبانو د کابینې وروستۍ غونډه د هجري لمریز کال د ليندۍ د میاشتې په دویمه اونۍ کې جوړه شوې وه چې د سرچینو په وینا د طالبانو مشر د بهرنیو بنسټونو د فعالیتونو پر محدودولو یا بنديز ټینګار وکړ. او ویلي چې طالبان باید د دغو بنسټونو دفترونو او بودیجې ته بشپړ لاسرسی ولري.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو له دې وړاندې هم په هېواد کې د مرستندويه موسسو پر فعاليتونو بنديزونه لګولي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر د چهارشنبې په ورځ راپور ورکړ چې په تېره یوه میاشت کې د طالبانو له خوا د مرستو په وېش کې د لاسوهنې پېښې ۵۶ سلنه زیاتې شوې دي.

طالبانو د ملګرو ملتونو په ګډون په بهرنیو موسسو کې د ښځو پر کار کولو هم بندیز لګولی دی، چې دا کار یې د هېواد په بېلابېلو برخو کې د مرستو رسولو بهیر او همدارنګه د هغو کورنیو اقتصاد چې ښځې يې سرپرستې کوي، سخت زیانمن کړى دى.

یو شمېر اقتصادي کارپوهان خبرداری ورکوي چې دا ډول پرېکړه به په افغانستان کې د بهرنۍ پانګونې وروستۍ کړکۍ وتړي.