ورزش

افغانستان به د کرېکټ په وروستۍ یوه ورځنۍ لوبه کې له زمبابوې سره مخامخ شي

د هېواد د کرېکټ ملي لوبډله به د یو ورځنیو نړیوالو لوبو د لړۍ په وروستۍ لوبه کې له زمبابوې سره مخامخ شي.

دا لوبه به نن (شنبه د مرغومي لومړۍ نېټه) د کابل پر وخت ۱۲ بجې پیل شي.

ياده دې وي، چې د افغانستان او زمبابوې ترمنځ درې یوه ورځنۍ لوبې په هرارې کې د دغه هېواد په کوربه توب ترسره کېږي.

د دې لوبړۍ لومړۍ لوبه د باران له امله بې پايلې اعلان شوه او دویمه لوبه د هېواد د کرېکټ لوبغاړو وګټله.