افغانستان

ایران او پاکستان په یوه اونۍ کې څه باندې ۳۳۰ کډوالې کورنۍ اېستلي

انځور له آرشیف

د طالبانو تر واک لاندې د باختر خبري اژانس له راپورونـ د آمو له خوا د راټولو شويو شمېرو پر بنسټ، ايران او پاکستان په تېره يوه اوونۍ کې (د ليندۍ له ٢٣مې نېټې څخه تر ٣٠مې نېټې پورې) ٣٣٢ افغان کډوال کورنۍ اېستلي دي.

د دغو شمېرو له مخې، په دې موده کې ایران ۲۲۰ کورنۍ او پاکستان ۱۱۲ کورنۍ په جبري او اختياري توګه ایستلې دي.

د يادونې وړ ده، چې د طالبانو تر ادارې لاندې دغې خبري اژانس د کډوالو په اړه د روانې اونۍ د وروستيو درېيو ورځو شمېرې نه دي خپرې کړې.

د دغو شمېرو له مخې، ۵۱ کورنۍ د تورخم له لارې او ۶۱ کورنۍ د سپین بولدک له لارې هېواد ته داخلې شوې دي.

په همدې حال کې ۸۲ کورنۍ د نیمروز ولایت د پل ابرېشم او دغه راز ۱۳۸ نورې کورنۍ د هرات د اسلام کلا له لارې افغانستان ته راستنې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې ایران او پاکستان تر دې یوه اوونۍ وړاندې (د ليندۍ له ۱۷ مې تر ۲۳ پورې) ۵۰۹ افغان کډوالې کورنۍ اېستلې وې.

تر دې یوه اوونۍ وړاندې ایران ۳۷۴ او پاکستان ۱۳۵ کډوالې کورنۍ په جبري او اختیاري ډول اېستلې دي.