ورزش

د افغانستان د کرېکټ لوبغاړي په دویمه لوبه کې د زمبابوې پر وړاندې لوبېږي

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله د یو ورځنیو سیالیو په لړ کې د زمبابوې په وړاندې لوبه وکړي.

دا لوبه نن (پنجشنبه د ليندۍ ۲۹مه) د افغانستان پر وخت ۱۲ بجې د زمبابوې په کوربه توب ترسره کېږي.

د افغانستان کرېکټ بورډ اعلان کړی چې دا د افغانستان د کرکټ د لوبغاړو دویمه لوبه ده چې د لوبو په دغه ډګر کې يې ترسره کوي.

د یادولو وړ ده چې د روانې اونۍ د سه شنبې په ورځ د زیمبابوې د کرېکټ ملي لوبډلې پر وړاندې د هېواد د کرېکټ ملي لوبډلې لومړۍ لوبه د باران له امله بې پایلې اعلان شوه.

حشمت الله شهیدي د زیمبابوې کپر وړاندې په یو ورځنیو سیالیو کې د هېواد د کرېکټ ملي لوبډلې مشري پر غاړه لري.

په دې لوبه کې به د افغانستان د کرېکټ ستوری راشد خان هم توپ وهنه وکړي.

دا لوبې د زیمبابوې په پلازمېنه هرارې کې ترسره کېږي.