په غزني ولايت کې يوې ترافيکي پېښې له يو ماشوم ژوند واخيست او څلور تنه نور يې ټپيان کړل.
د غزني د امنيې قوماندانۍ لپاره د طالبانو وياند خالد سرحدي وايي، دا پېښه د غزني په قره باغ ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.
د هغه په وينا، دغه پېښه له يوه ټونس موټر سره د زرنج د ټکر له امله رامنځته شوې ده.
د يادونې وړ ده، چې دا په غزني ولايت کې په تېره يوه اوونۍ کې پنځمه ترافيکي پېښه ده، چې مرګ-ژوبله اړوي.
دا پېښه په داسې حال کې کېږي چې په افغانستان کې ترافیکي پېښې پرله پسې ګڼو کسانو ته مرګ-ژوبله اړوي.
د سړکونو د سمو بنسټونو نشتوالی، د ترافیکي قوانینو نه مراعت او د بې کیفیته موټرو کارول هغه لاملونه دي چې په دې وروستیو کې یې په هېواد کې ترافیکي پېښې زیاتې کړي دي.
په ورته وخت کې په هېواد کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د ترافيکو مديريت له دې مخکې د موټر چلوونکو بې احتياطي د دغو پېښو د رامنځته کېدو يو مهم عامل بللي و.