افغانستان

طالبانو په پکتيا کې اته تنه په درو وهلي دي

طالبانو په پکتیا ولایت کې اته تنه د «غلا، قتل، سړي تښتونې او نامشروع اړیکو» په تور په درو ووهل.

د طالبانو تر ادارې لاندې سترې محکمې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې له دغو کسانو څخه هر یو یې په «۳۹ درو» وهلي او له دوو څخه تر لسو کلونو پورې يې په بند محکوم شوي دي.

د دغې خبرپاڼې له مخې، د طالبانو له خوا د دغو کسانو د مجازاتو پر مهال د پکتيا ولايت د سيمه ييزو قضايي چارواکو او د دغه ولايت په سيمه ييزو ادارو کې د هغوى يو شمېر مسوولينو هم حضور درلود.

د يادونې وړ ده، چې طالبانو دغه کسان د سترې محکمې له تاييد وروسته په درو وهلي.

په تېرو دوو میاشتو کې د طالبانو له خوا د هغو کسانو شمېر چې په درو وهل شوی

دا په داسې حال کې ده، چې په تېرو دوو مياشتو کې طالبانو د يادو اتو کسانو په ګډون په بېلابېلو ولايتونو کې د ٢٢ ښځو په ګډون ١۵٣ کسان په بېلابېلو تورونو په درو وهلي دي.

د طالبانو له خوا په عام محضر کې په درو وهلو او نورو جسمي مجازاتو اعدام له پراخو کورنیو او نړیوالو غبرګونونو سره مخ شوی دی.

د بشري حقونو سازمانونه دغه اقدامات د بشري حقونو او انساني کرامت خلاف عمل بولي او د دې مجازاتو د ژر تر ژره بندېدو غوښتنه کوي.