ورزش

د هېواد د کرېکټ لوبغاړي د زمبابوې په وړاندې لوبه کوي

د هېواد د کرېکټ ملي لوبډله د زمبابوې پر وړاندې د لوبې ميدان ته ښکته کېږي.

د افغانستان کرېکټ بورډ اعلان کړی چې دا لوبې به د زمبابوې په کوربه توب د یو ورځنیو لوبو د لړۍ په چوکاټ کې ترسره شي.

د يادونې وړ ده، چې دغه لوبه به نن سه شنبه (د ليندۍ ۲۷مه) د کابل پر وخت د غرمې په ۱۲ بجو پيل شي.

د زیمبابوې پر وړاندې په یو ورځنیو سیالیو کې د هېواد د کرېکټ ملي لوبډلې کپتاني د حشمت الله شهیدي تر غاړې ده.

د يادولو وړ ده، چې په دې لوبو کې به د افغانستان د کرېکټ ستوری راشد خان هم توپ وهنه وکړي.

دا لوبې د زیمبابوې په پلازمېنه هرارې کې ترسره کېږي.