د طالبانو له خوا خلکو د جسمي مجازاتو په دوام، طالبانو نن (دوشنبه، ليندۍ ٢٦مه) په پکتیکا ولایت کې یو کس په درو وواهه.
د طالبانو تر ادارې لاندې د سترې محکمې په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه کس د غلا په تور په ۲۵ دُرو وهل شوى دى.
طالبانو په تېرو دوو میاشتو کې د دغه کس په ګډون ۱۴۰ تنه د چې شل پکې ښځې دي په بېلابېلو ولایتونو کې په بېلابېلو تورونو په درو ووهل.
د طالبانو لخوا په عام محضر کې د درو وهلو او نورو جسمي مجازاتو پلي کول له پراخو کورنیو او نړیوالو غبرګونونو سره مخ شوي دي.
د بشري حقونو سازمانونه دغه مجازات د بشري حقونو او انساني کرامت خلاف بولي او د دې مجازاتو د ژر تر ژره بندېدو غوښتنه کوي.