د افغانستان کرېکټ بورډ د زمبابوې پر وړاندې د دوو «ټېسټ» لوبو لپاره د کرېکټ ملي لوبډلې نوملړ اعلان کړ.
دا لوبې د مرغومي له ۶مې تر ۱۷مې د زیمبابوې په کوینز لوبغالي کې ترسره کېږي.
د هېواد د کرېکټ ستوری راشد خان د زمبابوې پر وړاندې په دغو لوبو کې له نږدې درې کالونو وروسته د هېواد د کرېکټ په ملي لوبډله کې شامل شوی دی.
په دې نوملړ کې حشمت الله شهیدي د کپتان، رحمت شاه مرستیال، افسر ځاځى او اکرام علي د وېکټ ساتونکو په توګه شامل دي، پر دغو کسانو سربېره عبدالمالک، ریاض حسن، بهیر شاه محبوب، صدیق اتل، عصمت الله عالم، عظمت الله عمرزی، ضیاء اکبر، زاهد شهزاد، راشد خان، ظاهر خان، یمین احمدزی، بشیر احمد، فرید ملک او نوید ځدران هم په دغه نوملړ کې شامل دي.
همدارنګه ناصر جمال، ضیاءالرحمن شریفي او ابراهیم عبدالرحیمزی په احتیاطي نوملړ ځاى پرځاى شوي دي.
د کرېکټ بورډ د معلوماتو له مخې د احمدشاه ابدالي په فرسټ کلاس سیالیو کې د عصمت عالم او بشیر احمد په څېر ځوانو لوبغاړو خپله وړتيا ښودلې او اوس د دغه نوملړ برخه دي.