افغانستان

د خیبر پښتونخوا لومړى وزیر: د تحریک طالبان پاکستان شاوخوا ۲۴ زره غړي په افغانستان کې خوندي پټنځایونه لري

علي امین ګنډاپورد خیبر پښتونخوا لومړی وزیر

د خیبر پښتونخوا لومړي وزیر علي امین ګنډاپور وايي، د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي له ۲۲ زرو څخه تر ۲۴زرو پورې غړي چې هغه یې «پاکستاني ترهګر» بولي، په افغانستان کې خوندي پټنځایونه لري.

نوموړي د یکشنبې په ورځ (د ليندۍ ۲۵مه) له یوې نړیوالې رسنۍ سره په مرکه کې ویلي، چې دا مهال د دې ډلې له ۱۶زرو تر ۱۸زره نور غړي په پاکستان کې دننه فعال دي.

د خیبر پښتونخوا لومړي وزیر زیاته کړه چې پاکستان له افغانستان سره د زرګونه کیلومتره پولې په اوږدو کې د قانون او نظم د ډاډمنولو لپاره«ضروري ظرفیت نلري.»

طالبانو تر دې مخکې په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان د غړیو شتون رد کړی او ویلي یې دي چې له دې ډلې ملاتړ نه کوي.

خو ښاغلی ګنډاپور وايي چې د نړیوالو قوانینو له مخې پاکستان نه شي کولای په افغان خاوره کې «ترهګر» تعقیب کړي. نوموړی زیاتوي چې په همدې خاطر یې د دغه هېواد له فدرالي حکومته غوښتي چې له طالبانو سره په خبرو کې برخه واخلي.

نوموړی وايي، له افغان طالبانو سره د خبرو پیل په پاکستان کې د ده په مشرۍ د دولت له واکه بهر دی.

د خیبر پښتونخوا لومړی وزیر وايي: « زه اړ یم چې د قانون او نظم د خرابوالي په اړه خپلې اندېښنې څرګندې کړم. ځکه چې زما د دولت خلک د ترهګرو له خوا وژل کیږي.»

علي امین ګنډاپور په دې مرکه کې ویلي، چې د ده په مشرۍ ایالتي حکومت ښايي له افغان طالبانو سره د خیبر پښتونخوا د ستونزو د هواري لپاره مستقیمه اړيکه ونیسي. خو له دې ورهاخوا ستونزې د افغانستان (طالبانو) او فدرالي حکومت تر منځ حل کېدای شي.

هغه وايي: «فدرالي حکومت په پیل کې زما وړاندیز سره هوکړه ونه کړه؛ بلکې هغوی پر ملنډې ووهلې. خو اوس یې د سولې د ترلاسه کولو لپاره له افغانستان (طالبانو) سره د خبرو اړتیا منلې ده. ځکه بله د منلو وړ حل لاره نشته.»

د خېبر پښتونخوا لومړي وزیر له فدرالي چارواکو غوښتي چې له «اعلاميو هاخوا» حرکت وکړي او له افغان طالبانو سره د خبرو د پیل لپاره عملي ګامونه پورته کړي.

ښاغلي ګنډاپور د سیمې تاریخ ته په اشارې سره وویل: «په قبایلي سیمو کې د پوځي عملیاتو څخه مخکې، دا سیمې بشپړې سولې څخه برخمنې وې. د دې عملیاتو وروسته یوازې امنیتي وضعیت خراب شو.»

هغه د «د ښو او بدو طالبانو تر منځ د توپیر لپاره د سازمان پر تګلارې» نیوکه وکړه او ویې ویل چې دې تګلارې پرته له کومې ګټې پاکستان ته د پام وړ زیان اړولی دی.

هغه په دې خبرو کې زیاته کړه چې د پنجاب خلک باید د خیبر پښتونخوا د خلکو د قربانیو قدر وکړي. د ښاغلي ګنډاپور په وینا په لاهور، راولپنډۍ او د پنجاب په نورو برخو کې امن د خیبر پښتونخوا د خلکو او امنیتي ځواکونو د قربانیو پايله ده.