د جمهوری ریاست د ملی امنیت وروستی رییس ضیا سراج ادعا کړې چې د طالبانو په مختلفو بنسټونو کې د وروستیو نیول کېدو په اړه د هغوی په مدنی او امنیتی جوړښتونو کې د داعش ډلې «ژور نفوذ» څرګندوي.
ښاغلي سراج نن (یکشنبه) پر اېکس ټولنیزه شبکه لیکلي چې د دغو نیول شویو کسانو لړۍ په بادغیس کې د طالبانو د استخباراتو په مرکز کې د اتو کسانو له نیول کېدو سره پیل شوې او په دې وروستیو کې د ملي اردو بېلابېلو قول اردوګانو ځواکونو، ملي دفاع وزارت او د کډوااو چارو وزارت ته پراخه شوې ده.
هغه زیاته کړه، په داسې حال کې چې طالبانو په پرله پسې ډول ادعا کړې چې د داعش ګواښ یې له منځه وړی، خو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وروستی برید ښیي چې دوى۔ وزیرانو او والیانو په ګډون د خپلو لوړپوړو کارکوونکو امنیت هم نه شی نیولی.
ښاغلي سراج ټینګار وکړ چې دغه پېښې یو ځل بیا دا پوښتنه راپورته کوي چې په افغانستان کې نسبي امنیت په برخه د طالبانو د کړنو پایله څومره ده.
هغه زیاته کړه، داسې ښکاري چې د طالبانو مخالفې ډلې په خپله د طالبانو له خوا په رامنځته شوي تاوتریخوالي باور نه کوي، ځکه چې دا ډول پرمختګونه په ملي او نړیواله کچه د طالبانو ادعا شوې لاسته راوړنې تر پوښتنې لاندې راول. دا په داسې حال کې ده، چې د حقاني شبکې غړى او د طالبانو د کډوالو چارو وزیر تېره اوونۍ په کابل کې د کډوالو چارو په وزارت په یوه ځانمرګي برید کې ووژل شول.
طالبانو تل په افغانستان کې د داعش شتون رد کړی او ویلي یې دي چې دغه ډله یې له منځه وړې ده؛ خو د سیمې او نړۍ هېوادونو تل په افغانستان کې د دغې ډلې د حضور په اړه اندېښنه ښودلې ده.