د طالبانو تر ادارې لاندې د ټولګټو وزارت وايي، د سالنګ لویه لار نن سهار لس بجې د ترافیکو پر مخ خلاصه شوه.
د طالبانو تر ادارې لاندې د ټولګټو وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس پر اېکس ليکلي، چې دغه لویه لار له شمال څخه جنوب ته د کوچنيو مسافر وړونکو موټرو پر مخ پرانیستل شوې ده.
د يادونې وړ ده، چې دغه لويه لاره له تېرې شپې راهيسې د سختې واورې ورښت او توپان له امله د ترافيکو پر مخ تړل شوې وه.
د طالبانو تر ادارې لاندې د ټولګټو وزارت ویاند زیاتوي چې دوی هڅه کوي دغه لویه لاره له جنوب څخه شمال ته د ترافیکو پر مخ خلاصه کړي.
طالبانو له موټر چلوونکو غوښتي چې د سالنګ له لویې لارې د تېرېدو پر مهال زنځيرونه، ګرمې ژمني جامې او د اړتیا وړ وسایل له ځانه سره ولري.