د هېواد کرېکټ بورډ د زمبابوې پر وړاندې د دوه اړخېزو سیالیو لپاره د افغانستان وروستی نوملړ اعلان کړ. دغه سیالۍ چې د ډسمبر په ۱۱ مه (ليندۍ په ۲۱) په هارارې لوبغالي کې ترسره کېږي، درې ۲۰ اوریزې او درې پنځوس اوریزې لوبې به پکې شاملې دي.
د دغو سیالیو موخه د کرېکټ په نړیوالو سیالیو کې د دوو لوبډلو د دریځ پیاوړي کول دي.
ځوان او کیڼ لاسی لوبغاړی زبید اکبري د لومړي ځل لپاره د افغانستان ٢٠آوريزې لوبډلې ته بلل شوی دی.
په کورنیو سیالیو او اسیا جام کې د هغه په زړه پورې کارکردګي د هغه د ټاکلو سبب دی. همدا راز درویش رسولي له یو بریالي کورني فصل وروسته د ۲۰ اوریزه کرېکټ لوبډلې ته راستون شوی دی. نوموړي تر دې وړاندې نيو ایمرجېنګ اسیا جام په ګټلو کې د هېواد د ځوانانو د کرکټ لوبډلې مشري ترغاړې درلوده.
په همدې حال کې د لوبډلې اصلي توپ اچونکى مجیب الرحمن د ګوتې د ټپ له رغېدو وروسته په ۲۰ اوریزه او ۵۰ اوریزه لوبډلو کې موجود دى؛ خو افغانستان لا هم خپل مهم توپ اچونکى ابراهیم ځدراڼ د پښې د جراحي له امله چې په انګلستان ترسره شوه، نه لري.
د زیمبابوې له دوه اړخېزو سیالیو تمې
د افغانستان کرېکټ بورډ اجراییوي رئیس نصیب خان د دغو سیالیو د لړۍ په اړه هیله مندي وښوده او ویې ویل: سږنی کال د افغانستان کرېکټ لپاره له بریاوو او ننګونو ډک کال و او موږ په زمبابوې کې د دې زړه راښکونکي سیریز په اړه مثبت نظر لرو.
نوموړي دغه راز په زمبابوې کې د افغانستان ځلانده تاريخ ياد کړ او دغه سيالۍ يې د دواړو لوبډلو لپاره يو فرصت وباله.
د لوبډلې د غوراوي مشر احمدشاه د مجیب الرحمن د راتګ هرکلی وکړ او د زبید اکبري او درویش رسولي د غوره کارکردګۍ ستاینه یې وکړه. هغه وويل: «دا لوبغاړي به په لوبډله کې ژورتيا راولي او د سياليو دا لړۍ به د خاطرو په ډول تلپاتې وي.»
د سياليو په مهالویش کې بدلون
د نندارچیانو د حضور د اسانتیا لپاره، د سیالیو نېټې بدلې شوې. درې شل آوريزه سیالۍ به د دسمبر په ١١، ١٣ او ١٤ (او د ليندۍ په ٢١، ٢٣ او ۴٣) ترسره شي، او یو ورځنۍ یا ۵٠ آوريزه سیالۍ به په ترتیب سره د ډسمبر په ١٧، ١٩ او ٢١ ( د ليندۍ ٢٩او د مرغومي ١) ترسره شي. دا ټولې سیالۍ د هارارې په لوبغالي کې ترسره کېږي.
د سیالیو په دې لړۍ کې به دوه ټېسټ لوبې هم شاملې وي، چې د ډسمبر له ٢٦ څخه تر ٣٠ (د مرغومي له ٦ تر ١٠) پورې او د ٢٠٢۵ د جنوري له ٢ څخه تر ٦ پورې (د مرغومي له ١٣ څخه تر ١٧) پورې به د بولاوایو په کویينز لوبغالي کې ترسره شي.
د افغانستان د ملي لوبډلې جوړښت
شل آوريزه لوبډله:
راشد خان (کپتان)، رحمان الله ګربز (ويکټ کيپر)، محمد اسحاق (وېکټ کيپر)، صديق الله عاطف، حضرت الله ځاځي، محمد نبي، دروېش رسولي، زبيد اکبري، ګلبدين نايب، کريم جنت، عظمت الله عمرزی، ننګيال خروټي، مجيب الرحمن احمد، فضل حق فاروقي، فرید احمد، نوین الحق.
۵۰ آوريزه لوبډله:
حشمت الله شهیدي (کپتان)، رحمت شاه (مرستیال کپتان)، رحمان الله ګربز (ویکټ کیپر)، اکرام علیخیل (ویکټ کیپر)، عبدالمالک، صدیق الله عاطف، درویش رسولي، عظمت الله عمرزی، محمد نبي، ګلبدین نایب، راشد خان، ننګیال خروټى، آى ام غضنفر، مجیب الرحمن، فضل حق فاروقي، بلال سمیع، نوید ځدراڼ، فرید احمد مالک.
د سیالیو بشپړ مهالوېش
شل آورېزې سیالۍ:
١١ ډسمبر ٢٠٢۴: د ٢٠اوريزو سياليو لومړۍ لوبه – په هارارې لوبغالي کې
د ٢٠٢۴ کال د ډسمبر ١٣ د ٢٠ اوریزو سياليو دويمه لوبه – د هارارې په لوبغالي کې
د ٢٠٢۴ ډسمبر ١۴: د ٢٠ اوریزو سياليو درېیمه لوبه – په هارارې لوبغالي کې
۵۰ آوريزه سیالۍ:
٢٠٢۴ ډسمبر: د ٥٠اوريزو لومړۍ لوبه – په هارارې لوبغالي کې
٢٠٢۴کال د ډسمبر ١٩: د ٥٠اوريزو دوهمه لوبه – په هارارې لوبغالي کې
٢٠٢۴کال ډسمبر٢١: د د ٥٠اوريزو درېيمه لوبه – په هارارې لوبغالي کې
ټېسټ لوبې:
٢٦-٣٠ ډسمبر ٢٠٢۴: لومړۍ ټېسټ لوبه– کویينز لوبغالى، بولاوایو
٢٠٢۴کال د جنورۍ له ٢-٦ : دویمه ټېسټ لوبه – کویينز لوبغالى، بولاوایو
د سیالیو دغه لړۍ د افغانستان د ملي لوبډلې لپاره یو مهم فرصت دی چې په نړیوالو ډګرونو کې خپلې وړتیاوې وښيي او په نړیوالو سیالیو کې خپل دریځ پیاوړی کړي.