د طالبانو رٸيس الوزراء اداري مرستيال عبدالسلام حنفي د ازبکستان د لومړي وزير له مرستيال جمشيد خواجه يف سره په ليدنه کې له دغه هېواده وغوښتل چې په بېلابېلو برخو کې له دوى سره خپلې اړيکې پراخې کړي.
د طالبانو ترادارې لاندې د ارګ له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دا ناسته پرون (شنبه، د ليندۍ ۱۰مه) په تاشکند کې ترسره شوه.
په دې خبرپاڼه کې د ازبکستان د لومړي وزیر د مرستیال په حواله ویل شوي، چې نوموړي طالبانو ته د خپل هېواد د چمتووالي ډاډ ورکړی، چې په بېلابېلو برخو لکه «د کانونو استخراج، د سوداګریزو ملکیتونو پېرودلو، د کرنې پراختیا او د سوداګریزو توکو د لېږد-رالېږد لپاره د اسانتیاوو په رامنځته کولو» کې همکاري وکړي.
ازبکستاني چارواکو تر اوسه د دې ليدنې په اړه څه نه دي ویلي.
له طالبانو سره د ازبکستان اړیکې
ازبکستان په سیمه کې یو له هغو هېوادونو او د افغانستان ګاونډی دی چې له طالبانو سره نږدې اړیکې لري. خو د نورو هېوادونو په څېر یې تر اوسه طالبان په رسمیت نه دي پېژندلي.
يادولو وړ ده، چې د روان لمریز کال د تلې په میاشت کې ازبکستان هم د طالبانو سفیر عبدالغفار بهر منلى و.
خو له ترهګرۍ سره مبارزه او له ترهګرو ډلو سره د اړیکو پرې کول، د یوه ټولګډونه حکومت جوړول او د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو حقونه هغه مهم مسایل دي چې نړۍ یې د طالبانو د رسمیت پېژندلو لپاره د شرط په توګه يادوي.