د ایران د سفارت نوی مشر او په افغانستان کې د دغه هېواد د دیپلوماتیک ماموریت مشر علیرضا بیګدالي نن سهار (شنبه، د ليندۍ ۱۰مه) کابل ته راغى.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت د یوه فرمان له مخې ښاغلی بیګدالي د حسن کاظمي قمي پر ځای په کابل کې د دغه هېواد د سفارت او د دیپلوماتیک ماموریت د مشر په توګه وټاکل شو.
ایراني رسنیو د دوه اړخېزو اړیکو او همکاریو پراختیا په تېره بیا د اقتصاد، سوداګرۍ، ترانزیت، له نشه یي توکو سره د مبارزې، د سرحدي ستونزو او په دغه هېواد کې د افغان کډوالو سره د مبارزې په برخو کې د علي رضا بیګدلي د ماموریت د پام وړ موضوعات ياد کړي دي.
د طالبانو غبرګون
تر دې مخکې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان موتقي په هېواد کې د ایران د سفارت له پخواني مشر حسن کاظمي قمي سره د مخه ښې لیدنه کې ویلي و چې په کابل کې به د ایران د سفارت له نوي مشر علي رضا بیګدلي سره د خبرو دوه اړخیزو اړیکو د پراخولو لپاره کار وکړي.
په دې کتنه کې ښاغلي متقي د خپل ماموریت پر مهال له طالبانو سره د ایران د اړیکو د پراخولو لپاره د ښاغلي قمي هڅې هم وستایلې.
له ایران سره د طالبانو اړیکې
ایران په سیمه کې یو له هغو هېوادونو او د افغانستان ګاونډی دی، چې د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته یې ورسره نږدې اړیکې لري. خو تر اوسه يې طالبان په رسمیت نه دي پېژندلي.
په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت جوړول او له «ترهګرۍ» سره مبارزه له هغو غوښتنو څخه دي چې دغه هېواد د نړۍ د نورو هېوادونو او سازمانونو ترڅنګ تل د طالبانو په رسمیت پېژندلو په وړاندې د شرط په توګه وړاندې کړي دي.