په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر (یوناما) نن پنجشنبه د نشه يي توکړ سره د مبارزې لومړۍ غونډه جوړه کړه، چې په دوحه کې له درېیمې ناستې وروسته د نیول شویو تدابیرو یوه برخه وه.
دغه بنسټ ویلي دي چې دا اقدام له طالبانو له چارواکو سره د افغان ولس د مهمو موضوعاتو په اړه «په اغیزمنه توګه د تعامل» لپاره د هڅو یوه برخه ده.
یوناما په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دې کاري ډلې غونډه جوړېدل د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د ۲۰۲۳ کال په خپلواکه ارزونه کې د وړاندې شویو وړاندیزونو پر بنسټ شوي دي.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما مشرې روزا اوتونبایوا له دې انلاین ناستې وروسته وويل: «له نشه یي توکو سره مبارزه د افغانستان لپاره یوه مهمه مسله ده چې کلیوالي ټولنې او همدارنګه د سیمې سوله او ثبات اغېزمنوي.»
یوناما د دې غونډې د ګډونوالو په اړه جزئیات نه دي ورکړي.
دا اقدام د جون په میاشت کې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغانستان په چارو کې د امریکا د ځانګړي استازي له درېیمې غونډې وروسته وشو. په دې کتنه کې له نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې د يو لړ مهمو مسئلو په توګه خبرې وشوې.
د ملګرو ملتونو د وروستیو موندنو له مخې په افغانستان کې د تریاکو تولید په ۲۰۲۴ کال کې د تیر کال په پرتله ۳۰ سلنه زیات شوی دی. د دې زیاتوالي سره سره، ټولیز تولید لاهم د ٢٠٢٢کال څخه مخکې د کچې څخه ٩٣سلنه ټيټ دی.