افغانستان

طالبانو په خوست او غور کې دوه ښځې او ۸ نارینه په عام محضر کې په درو ووهل

طالبانو د جسمي مجازاتو په دوام په خوست،غور او بلخ ولایتونو کې دوه ښځې او اته نارینه د خلکو د سترګو په وړاندې په درو ووهل.

د طالبانو تر ادارې لاندې سترې محکمې په دریېو جلا جلا خبرپاڼو کې ویلي چې په خوست ولایت کې یوه ښځه او یو سړی د «اخلاقي فسا» په تور هر یو ۳۹ دُرو وهل شوي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په غور ولایت کې یوه ښځه او یو بل سړی چې په همدې تور په بند محکوم شوي وو، له ۲۵ تر ۳۹ دورو وهل شوي او هر یو یې په پنځو میاشتو بند محکوم شوي دي.

دغه راز په غور کې څلور نور نارينه چې په «زنا او لواطت » تورن شوي وو، له ۲۵ تر ۳۹ درو په ووهل شول او له څلورو میاشتو تر دوو کلونو بند باندې محکوم شول.

دغه مجازات د غور ولايت په لوبغالي او د خوست ولايت د استيناف محکمې په انګړ کې د خلکو د ډلې په وړاندې ترسره شول.

د طالبانو تر ادارې لاندې د سترې محکمې د خبرپاڼې له مخې، دغه فرمانونه د طالبانو د سترې محکمې په منظورۍ او د طالبانو د قضايي چارواکو، ملکي کارکوونکو، د طالبانو نظامي منسوبينو او يو شمېر ځايي خلکو په شتون سره پلي شول.

په ورته مهال د طالبانو تر واک لاندې دغه محکمې په بله خبرپاڼه کې ويلي چې دوی د بلخ ولایت په کوه البرز ولسوالۍ کې دوه تنه د «لواطت» په تور د د خلکو د سترګو په وړاندې په درو وهلي او له دغه دوو کسانو هر يو په «۳۵ درو» وهلي او په څلورو کلونو بند محکوم کړي دي.

په تیره میاشت کې د بدني مجازاتو شمېر

طالبانو په تېره یوه میاشت کې د دغو کسانو په ګډون په بېلابېلو ولایتونو کې د ۱۷ ښځو په ګډون ۱۰۹ تنه په بېلابېلو تورونو په عام محضر کې په درو وهلي دي.

په جوزجان او خوست ولایتونو کې د درو وهلو تر ټولو زیاتې پېښې ثبت شوې دي: په جوزجان ولایت کې په درو وهلو ۲۲ پېښې ثبت شوې دي.

په خوست ولایت کې ۱۹ پېښې ثبت شوې دي.

طالبان په ۱۴۰۰ لمریز کال کې واک ته ته د بيار راستنېدو راهيسې په تدریجي ډول خپلو ۹۰ لسیزې خپلو سیاستونو ته راستانه شوي دي. یو له دغو پالیسیو څخه، په عام محضر د جسمي مجازاتو پلي کول دي، چې اوس د افغانستان په مختلفو برخو کې په پراخه کچه عملي کیږي.

د طالبانو دغه کړنې د بشري حقونو د سازمانونو او نړیوالې ټولنې له سخت غبرګون سره مخ شوې دي. د بشري حقونو سازمانونه دغه سزاګانې له بشري حقونو ښکاره سرغړونه بولي او د ژر تر ژره بندېدو غوښتنه یې کړې ده.