افغانستان

اوچا: په افغانستان کې ۹،۲ میلیونه ماشومان بشري مرستو ته اړتیا لري

A family in Herat’s Shahrak-e-Sabz settlement that like many other families has been pushed to sell one of their children to marriage due to poverty.

د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي، په افغانستان کې ۲۳،۷ میلیونه خلک بشري مرستو ته اړتیا لري، چې ۹،۲ میلیونه یې ماشومان دي.

دغه سازمان په یوه راپور کې ویلي، چې د ښځو او نجونو پر بنسټیزو حقونو او ازادیو لګول شوي محدودیتونه یو له هغو عواملو څخه دی، چې په افغانستان کې یې د بشري وضعیت د ښه والي مخه نیولې ده.

د بشري ناورین د زياتوالي لاملونه

په دغه راپور کې شخړې، ژورې بې وزلۍ، د خوراکي توکو نا خوندیتوب او خوارځواکۍ لوړه کچه، دوامداره داخلي بې ځایه کېدل، د چاودېدونکو توکو پراخه ککړتیا، پرله پسې طبیعي آفات، د ساري ناروغیو خپرېدل، د اقلیم د بدلون اغیزې، سیاسي وضعیت او د جګړې نور عوامل په هېواد کې د بشري ناورين د زياتوالي عواملونو په توګه ياد شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې پر بشري فعالیتونو د طالبانو د قانون د اغېزو په اړه د خوړو د نړیوال پروګرام وروستۍ موندنې ښيي چې په هېواد کې په ځانګړي ډول په بدخشان، هرات او کندهار ولایتونو کې پر بشري فعالیتونو د څارنې بهیر مخ په زیاتېدو دی.

په ورته وخت کې د خوړو نړیوال پروګرام د روانې میاشتې په سر کې په خپلو راپورونو کې ویلي چې افغانستان د نړۍ له هغو ۲۲ هېوادونو څخه دی چې د لوږې له بحران سره مخ دي او په دغه هېواد کې ۱۲.۴ میلیونه وګړي د خوړو ناخوندیتوب په «حاد» په کچه دي.

دغه سازمان ویلي دي چې ډېرى افغان اتباع نه پوهېږي چې خپل راتلونکی خواړه څنګه ترلاسه کړي.

په ورته وخت کې دغه سازمان په یوه متن کې چې د لړه په ۱۷مه یې پر اېکس د يوې ویډیو ترڅنګ خپور کړى ویلي چې په افغانستان کې ځینې کورنۍ د سختې بې وزلۍ او لوږې له امله خپلې وړې لوڼې په نکاح ورکوي.