پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې د دغه هېواد امنیتي ځواکونو تېره شپه (دليندۍ۶مه) د پخواني لومړي وزیر عمران خان پر پلویانو برید کړی او د ګډوډۍ په ترڅ کې یې سلګونه کسان نیولي دي.
د رويټرز د راپور له مخې، پر لاريون کوونکو د پاکستاني ځواکونو برید وروسته له هغه پیل شو چې د عمران خان د مېرمنې په مشرۍ یو کاروان د اسلام اباد د «سرې کرښې» څنډې ته له څو امنیتي لیکو تېر شو او لاریون یې پیل کړ.
د يادولو وړ ده، چې د پاکستان د امنيتي ځواکونو له خوا د «سرې» په نوم سيمه د دغه هېواد د پوځ د سرتېرو له خوا ساتل کېږي او د دغه هېواد د پارلمان او يو شمېر بهرنيو سفارتونو په ګډون په کې ډېر مهم دفترونه او دولتي ودانۍ موقعيت لري.
په تاوتریخوالي د لاریونونو بدلېدل
دا په داسې حال کې ده چې د عمران خان په پلوۍ د لاريونونو په ترڅ کې د دغه هېواد د څلورو پوځيانو په ګډون شپږ کسان وژل شوي دي.
سیمه ییزو رسنیو ویلي، چې د پاکستان امنیتي ځواکونو تېره شپه د اسلام آباد په مرکز کې پراخ برید کړی؛ دا هغه ځای ترسره شو چې څراغونه خاموش او اوښکې بهونکی ګاز وشيندل شو.
د پاکستاني رسنیو په وینا، په اسلام آباد کې د پارلمان ودانۍ ته څېرمه د دغه هېواد د پخواني لومړي وزیر د پلویانو یوه اعتراضي غونډه «تقریباً په بشپړه توګه» وپاشل شوه.
د لاريونونو پیل
دغه لاريونونه د ليندۍ په څلورمه وروسته له هغه پيل شول چې د پاکستان د پخواني لومړي وزير عمران خان په مشرۍ د تحريک انصاف ګوند پلويانو اعلان وکړ چې له بنده د ښاغلي خان د خلاصون لپاره به پراخ لاريونونه پيل کړي.
وروسته له هغه چې لاريون والو لاریون پیل کړ، د پاکستان امنیتي ځواکونه چې د شورش ضد تجهیزاتو باندې سمبال دي د هېواد په پلازمېنه کې ځای پر ځای شوي او اسلام آباد ته غځیدلې لویې لارې یې د بار وړونکو کانتینرونو په اېښودلو سره بندې کړې دي.
په ورته وخت کې د پاکستان حکومت هم په ډېرو سیمو کې د ګرځنده ټلېفونونو او انټرنيټي خدمتونه بند کړي دي.