افغانستان

د بشري حقونو د څار بنسټ: د طالبانو له خوا د رامنځته شوې وېرې له امله خبریالان نه شي کولای راپورونه چمتو کړي

File photo

په افغانستان کې د رسنیو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو د درې کلن راپور په تړاو چې د سه شنبې په ورځ خپور شو، د بشري حقونو د څار سازمان ویلي چې طالبانو په افغانستان کې «رسنۍ منظره ویجاړه کړې او د وېرې فضا یې رامنځته کړې ده» چې د دې هیواد خبريالان نشي کولای د یوې مسلې په اړه څېړنه وکړي یا راپور چمتو کړي.

دغه سازمان وايي چې طالبانو د کورنیو رسنیو راپورونه په جدي ډول محدود کړي دي او په مستقیم ډول د رسنیو په خبري خونو کې د «هر ډول انتقادي مواد د خپرولو د ځپنې» لپاره کار کوي.

د ملګرو ملتونو راپور

تر دې مخکې د ملګرو ملتونو په يوه راپور کې چې د یوناما او د دغه سازمان د بشري حقونو د څانګې له خوا خپور شوى راغلي وو، چې په تېرو درېیو کلونو کې د هېواد خبریالان او د رسنیو کارکونکي د تهدیدونو او ګواښونو، د خپلسري نیونې او زورونې، توقیف، بد چلند، محاکمه او د زندان له ۳۳۶ قضیو سره مخ شوي دي.

د دغه راپور له مخې، د ۲۴۹ نارینه او ۷ ښځو په ګډون ۲۵۶ خبریالان په خپل سر نیول شوي او په ورته وخت کې د ۱۲۲ نارینه او ۸ ښځو په ګډون ۱۳۰ خبریالان شکنجه شوي او ځورول شوي دي.

په دې راپور کې ملګرو ملتونو له طالبانو غوښتي چې د خبریالانو او د رسنیو د کارکونکو د خوندیتوب او ازادۍ تضمین وکړي او له بلې خوا دغه سازمان د مخ په زیاتیدونکي محدودیتي چاپیریال په اړه خبرداری ورکړی چې د« سانسور، ډارولو او معلوماتو ته د لاسرسي له محدودیت سره مخ دى.»

پر رسنیو د طالبانو بندیزونه

دغه راپور ته په اشارې سره، د بشري حقونو د څار اداره وايي، د افغانستان کورنۍ رسنۍ د طالبانو له خوا مکلفې دي، چې د راپورونو له خپرولو مخکې «د دوى له چارواکو څخه د تایید غوښتنه وکړي»، چې د سانسور له نورو ډولونو سره مخ کېږي.

د بشري حقونو د څار سازمان په خبرپاڼه کې راغلي چې رسنۍ نه شي کولای داسې مسایل خپاره کړي چې د خلکو پر افکارو منفي اغېز وکړي او یا د«طالبانو د واکمنۍ په اړه د خلکو روحیه کمزورې»کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د دغه سازمان په وینا، پر افغانستان د طالبانو د واک تر لاسه کولو مخکې، تر ۵۰۰ ډېرې رسنۍ فعالې وې او د ۲۰۲۱ کال تر نومبر میاشتې پورې، نږدې نیمايي یې د «د تمویلوونکو د بودیجې له لاسه ورکولو د طالبانو د سختو محدوديتونو او بهر ته د ډېرو خبریالانو د تللو له امله تړل شوې دي.»