افغانستان

ایران او پاکستان په یوه اوونۍ کې نږدې ۹۰۰ کډوالې کورنۍ اېستلي

د طالبانو تر ادارې لاندې د باختر خبري اژانس د راپور له مخې د آمو له خوا د راټولو شویو احصایو پر بنسټ، ایران او پاکستان په تېره یوه اوونۍ کې (دلړم له ۲۵ څخه د ليندۍ تر ۲مه پورې) ۸۷۲ افغان کډوال کورنۍ اېستلي دي.

د دې شمېرو له مخې ایران ۶۷۶ ​​او پاکستان ۱۹۶ کورنۍ په «جبري ډول او خپله خوښه» افغانستان ته استولې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو تر ادارې لاندې دغې خبري اژانس په تېرو دوو ورځو کې له ایران او پاکستان څخه د کډوالو د راستنېدو شمېرې نه دي خپرې کړي.

خو د تېرې اوونۍ د پنځو ورځو د شمېرو له مخې ۹۶ کورنۍ د تورخم او سل نورې کورنۍ د سپین بولدک له لارې هېواد ته داخلې شوې دي.

په ورته وخت کې ۱۸۷ کورنۍ د نيمروز ولايت د پل ابرېشم او همدارنګه ۴۸۹ نورې کډوالې کورنۍ د اسلام کلا له لارې افغانستان ته راستنې شوې دي.

ياده دې وي، چې پاکستان او ایران هم تر دې یوه اوونۍ وړاندې (د لړم له ۱۸ تر ۲۵ پورې) ۱۲۰۸ افغان کډوالې کورنۍ له هېواده شړلي دي.

د تېرې اوونۍ د شمېرو له مخې ایران ۸۹۱ او پاکستان ۳۱۷ کډوالې کورنۍ په جبري او یا په اختياري ډول اېستلي دي.

په ورته وخت کې په پاکستان او ایران کې یو شمېر افغان کډوال هم د دغو دوو هېوادونو د پولیسو له خوا د «ناسم، غیر انساني چلند او د بشري حقونو له ارزښتونو د سرغړونو» شکایت کوي.

Add New Post