پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې سږ کال د ګوزڼ د ویروس د ناروغانو شمېر ۵۰ تنو ته ورسېد.
د پاکستان روغتیايي چارواکو د سه شنبې په ورځ وویل چې د دې ناروغۍ وروستۍ قرباني د خیبر پښتونخوا د ټانک ولسوالۍ یوه شل میاشتنۍ نجلۍ ده.
د دوی په وینا، تر اوسه په دې سیمه کې په ۲۰۲۴ کال کې د ناروغۍ ۱۱ پېښې ثبت شوې دي.
د جیونیوز د راپور له مخې، یوه پاکستاني چارواکي ویلي: «ټانک هغه سیمه ده چې د ګوزڼ ویروس تر سخت اغېزې لاندې ده. تر اوسه دلته د ګوزڼ دوه پېښې او د چاپېریالي پوليو ګڼ شمېر نمونې پېژندل شوي دي.»
په بلوچستان ایالت کې تر ټولو زیات د اخته کسانو شمېر ۲۴تنو ته رسېږي، ثبت شوی دی.
په ورته وخت کې په سند کې ١٣، خیبر پښتونخوا کې ١١ او په پنجاب او پلازمېنه اسلام آباد کې هر یو کې د پولیو یوازې یوه مثبته پېښه ثبت شوې ده.
افغانستان او پاکستان د نړۍ دوه یوازیني دوه هېوادونه دي چې د پولیو ویروس پکې لا هم په خپرېدو دی.
پوليو، يوه ډېره ساري ويروسي ناروغي ده، په عمده توګه د پنځو کلونو څخه کم عمره ماشومان اغېزمنوي، په ځانګړې توګه هغه کسان چې د بدن دفاعي سيستم يې کمزوری وي او يا د پوليو په وړاندې واکسين شوي نه وي.
دا ویروس په عصبي سیسټم برید کوي او د ماشومانو د فلج او آن د مړینې لامل کېداى شي.