روغتیا

د ملګرو ملتونو د نفوسو صندوق: په افغانستان کې امیندواره ښځې له ګواښونو سره مخ دي

Photo: WHO

د ملګرو ملتونو د نفوسو صندوق وايي، په افغانستان کې امیندواره ښځې او شیدې ورکوونکې میندې له زیاتو ګواښونو او زیانونو سره مخ دي.

د دغه بنسټ له خوا د ښځو او ميندو د دغو خطرونو او زيانمنتيا لامل په هېواد کې د شته کړکېچ بلل شوى دى.

له بلې خوا دغه سازمان زیاتوي چې د امریکا د متحده ایالاتو د کډوالۍ ادارې په همکارۍ يې د روان کال له جنورۍ څخه د اکتوبر تر میاشتې پورې ( ١۴٠٢کال د کب مياشتې څخه تر ١۴٠٣کال د لړم تر مياشتې) په افغانستان کې څه دپاسه درې نیم میلیونو ښځو ته روغتیايي خدمات وړاندې کړي دي.

په همدې حال کې ملګرو ملتونو مخکې په یوه راپور کې ویلي چې د طالبانو له خوا د ښځو او نجونو پر زده کړو او تحصيل بندیز به په هېواد کې د کم عمره ودونو او د میندو او ماشومانو د مړینې کچه لوړه کړي.

په همدې حال کې د روغتیا نړیوال سازمان په یوه راپور کې ویلي چې په مرستندویه موسسو، په ځانګړې توګه په روغتیايي برخه کې د ښځو پر کار او فعالیتونو د طالبانو محدودیتونو په هېواد کې د ښځو لپاره اړینو خدمتونو ته لاسرسی ستونزمن کړی دی.