روغتیا

د ماشومانو د ژغورنې سازمان: هر کال په نړۍ کې ۴.۹ میلیونه ماشومان مري

د ماشومانو د ژغورنې سازمان وايي، هر کال په نړۍ کې ۴،۹ میلیونه ماشومان مري.

دغه سازمان پر اېکس لیکلي چې دغه ماشومان د هغه ناروغیو له امله مري، د مخنیوي وړ دي.

دغه سازمان زیاتوي چې د اقلیم بدلون، شخړې او نړیوال روغتیايي بېړني حالتونه په نړۍ کې له پنځو کلونو د کم عمره ماشومانو د مړینې لوی لاملونه دي.

که څه هم د ماشومانو د ژغورنې نړیوال سازمان په ځانګړي ډول په افغانستان کې د ماشومانو د وضعیت په اړه څه نه دي ویلي. خو تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونېسف) په هېواد کې د ماشومانو د وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې وه.

په ورته وخت کې تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) په یوه راپور کې ویلي وو چې په هېواد کې ۹،۲ میلیونه ماشومان بشري مرستو ته اړتیا لري.

يونېسف په خپل پخواني راپور کې له نړیوالې ټولنې څخه ٩.٢ ميلیون ډالرو غوښتنه کړې ترڅو په سیمه کې د ماشومانو لپاره د اقلیم پر وړاندې د مقاومت او بېړنیو پروګرامونو ملاتړ وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ماشومانو د ژغورنې نړیوال سازمان ویلي چې ماشومان د ژوند کولو حق لري او اوس د دې وخت رارسېدلى چې نړۍ د ماشومانو د ساتنې په برخه کې کار وکړي.