افغانستان

په افغانستان کې معلولیت لرونکو خلکو لپاره د ښوونيزو پروګرامونو ملاتړ په برخه کې د ناروې او اندونیزیا ژمنه

په کابل کې د «جنوب-جنوب-شمال» دوه ورځني سمپوزیم تر نامه لاندې په جوړه شوې غونډه کې د ناروې او اندونیزیا استازو په افغانستان کې د معلولیت لرونکو وګړو لپاره د تخنیکي او مسلکي زده کړو د پروګرامونو د ملاتړ په برخه کې د همکارۍ ژمنه وکړه.

په افغانستان کې د ناروې د کمېټې مشر تاریا واتردال د پنجشنبې په ورځ یوې خبري غونډې ته وویل چې دغې غونډې د ناروې او اندونیزیا د استازو او طالبانو ترمنځ په افغانستان کې د معلولیت لرونکو وګړو د ښوونې او روزنې په برخه کې د مستقیمې همکارۍ زمینه برابره کړه.

طالب چارواکي وايي، چې په دې غونډه کې یو شمېر ګډونوال په مجازي ډول برخه اخلي.

د تریا واټر دال زیاته کړه چې دواړو خواوو په افغانستان کې د معلولیت لرونکو وګړو لپاره د زده کړو د ښه کولو او د کار پیدا کولو پر ژمنو ټینګار وکړ.

په دې سمپوزیم کې د ناروې او اندونیزیا د پوهنتونونو استادانو، څېړونکو، د نړیوالو سازمانونو استازو او د افغانستان د داخلي بنسټونو استازو ګډون کړی وو.

ښاغلي دال همداراز ټینګار وکړ چې په افغاني ټولنه کې معلولیت لرونکي کسان اکثره په انزوا کې ژوند کوي او د هغوی پر وړاندې د تبعیض او محرومیت له منځه وړل نړیوالو ژمنو ته اړتیا لري.

د هغه په ​​وينا، په دې سمپوزيم کې ګډونوالو هوکړه وکړه، چې په افغانستان کې دې نړيوال سازمانونه او ښوونکي د معلولينو او بې وزلو کسانو ملاتړ وکړي او هغوى ته په ښوونيزو او مسلکي فعاليتونو کې ونډه ورکړي.

هغه ​​وړاندې وويل چې د غونډې برخه والو د طالبانو تر ادارې لاندې د اقتصاد وزارت تر څارنې لاندې په پرمختيايي پروژو کې د معلولينو د ونډې پر اړتيا ټينګار وکړ.

همدارنګه د هغه په ​​وینا، ژمنه وشوه چې دا مشارکت باید داسې وي چې معلولیت لرونکي کسان له پلان جوړونې څخه نیولې تر ارزونې او د پروژو تر تطبیق پورې په بېلابېلو پړاوونو کې فعال رول ولوبوي.

د دې سمپوزیم په پای کې پرېکړه وشوه چې د افغانستان، ناروې او اندونیزیا د کارپوهانو، څېړونکو او د پوهنې د فعالانو یوه ډله دې د معلولیت لرونکو وګړو د حقونو د خوندیتوب په موخه د اصلاحاتو پروګرام او یو ځانګړی کمېسیون جوړ او تطبیق کړي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د څلورو لسیزو جګړو او ناامنیو په سلګونو زره کسان معلول کړي دي. ډيرى دغه کسانو د بهرنیو ځواکونو او پخوانیو حکومتي ځواکونو پر وړاندې د طالبانو په بریدونو کې د بدن غړي له لاسه ورکړي او معیوب شوي دي.