ایراني رسنیو خبر ورکړی، چې تېر کال په دغه هېواد کې د ایراني تومان پر وړاندې د افغانۍ ارزښت په بې ساري ډول لوړ شوی دی.
د دغو راپورونو پر بنسټ، په تېر کال کې په هېواد کې د افغانیو ارزښت ۴۰ سلنه لوړ شوى دى. په داسې حال کې چې په ایران کې تر ټولو زیات کارول شوي اسعارو په توګه ترکي لیره ۸،۳ سلنه او د عراق دینار ۳۲ سلنه لوړ شوى دى.
په دغو راپورونو کې ویل شوي چې دا مهال د ایران په بازارونو کې د یوې افغانۍ ارزښت ۹۹۲ تومانه دی، په داسې حال کې چې تېر کال په همدې موده کې د یوې افغانۍ ارزښت ۶۹۴ تومان و.
دا په داسې حال کې ده، چې د روان کال په لړم مياشت کې د ايران په بازارونو کې د يوې افغانۍ بيه يو زرو١۴٦ تومانه وه.
د ایراني رسنیو په راپورونو کې ویل شوي، چې اوسمهال د دغه هېواد په بازارونو کې د یوې ترکي لیرې بیه د ۱،۵ سلنه کموالي سره يو زرو۹۵۰ تومان ده، په داسې حال کې چې د تېر کال په همدې موده کې هره ترکي لیره په يو زرو۸۰۰ تومانونو پلورل شوې وه.
د دغو راپورونو پر بنسټ، په تېر یوه کال کې په ایران کې د هرې ترکي لیرې بیه ۸،۳ سلنه لوړه شوې ده.
په همدې حال کې یو عراقي دینار اوس د ایران په بازارونو کې د بیې د ۰.۳۸ په کموالي سره ۵۲ تومان دی، په داسې حال کې چې د تېر کال په همدې موده کې د عراقي دینار ارزښت ۳۹ تومان وو.
د دغو راپورونو له مخې، د ایران په بازارونو کې د عراقي دینارو ارزښت د تېر کال په پرتله ۳۲ سلنه لوړ شوی دی.