د پاکستان پوځ اعلان کړی چې د دغه هېواد امنیتي ځواکونو د شنبې په ورځ (لړم ۱۹مه) د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي ډلې سره د تړلو ۲۵ وسله والو هڅې چې غوښتل يې شمالي وزیرستان په سیمو کې نفوذ وکړي، شنډې کړې دي.
اېکسپرېس ټریبیون د پاکستاني امنیتي سرچینو په حواله راپور ورکړی چې دغې ډلې پلان درلود چې د افغانستان له پولې څخه د شمالي وزیرستان سپین وام ولسوالۍ ته ننوځي څو په دې سیمه کې ترهګریز فعالیتونه ترسره کړي.
د دغه راپور له مخې د پاکستان امنيتي ځواکونه د څارنې له تکنالوژۍ په استفادې وتوانېدل د دغو وسله والو تحرکاتو او د هېواد خاورې ته له ننوتلو مخکې په شا وتمبوي، چې په نتيجه کې يې د ترهه ګرې ډلې څلور غړي ووژل شول او درې تنه نور يې ټپیان شول.
په دغه راپور کې ويل شوي، چې د ټي ټي پي سره تړلې د دغې ډلې پاتې غړي په تېښته کې پاتې راغلي او پولې ته نږدې نيول شوي دي.
دا نښته په داسې حال کې شوې چې تېره اوونۍ په جنوبي وزیرستان کې په سخته جګړه کې د تحریک طالبان پاکستان پنځه غړي او څلور پاکستاني پوځیان ووژل شول.
دا نښتې په سرحدي سیمو کې د پاکستاني ځواکونو او د دغه هېواد د حکومت پر ضد د فعالو وسله والو ډلو ترمنځ د امنیتي نښتو د دوام ښودنه کوي.
د پاکستان امنیتي چارواکو له دې مخکې اعلان کړی و، چې هېواد به یې له ترهګرۍ سره د مبارزې او د خپلو پولو د ساتنې لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي او د هر ډول امنیتي ګواښونو پر وړاندې به په کلکه ودرېږي.
دا په داسې حال کې ده چې د شنبې په ورځ هم د پاکستان په کويټه ښار کې د اورګاډي په یوه تم ځاى کې د چاودنې له امله لږ تر لږه ۲۴ کسان وژل شوي او تر ۵۰ ډېر نور ټپیان شوي دي. یوه پیښه چې په پاکستان کې دننه يې پراخ غبرګونونه راوپارول.
د بلوچستان د آزادۍ غورځنګ د چاودنې پړه، چې د بلوچستان چارواکي یې «ځانمرګی برید» بولي، غاړه اخیستې.