د هند ټایمز ورځپاڼې د طالبانو تر واک لاندې د بهرنیو چارو د وزارت د سرچينې په حواله راپور ورکړی چې د طالبانو یو پلاوی به د ملګرو ملتونو د اقليم د بدلون په کنفرانس کې چې د نومبر له ۱۱مې څخه تر ۲۲مې نېټې پورې د اذربایجان په پلازمېنه باکو کې جوړېږي، ګډون وکړي.
د دغه راپور پر بنسټ، اذربایجان چې له طالبانو سره نږدې دیپلوماتیکې اړیکې لري، د طالبانو تر واک لاندې د بهرنیو چارو وزارت ته يې هم بلنه استولې ده.
طالبان د ملګرو ملتونو د اقلیم د بدلون په کنفرانس کې ګډون کوي، په داسې حال کې چې تر اوسه هیڅ هی،ېواد یا سازمان دوی په رسمیت نه دي پېژندلي.
که څه هم په دې غونډه کې د طالبانو د رول په کره ډول لا نه دى څرګند. خو په پام کې ده چې د طالبانو پلاوی به د ناظر په توګه حضور ولري.
په دې راپور کې ویل شوي چې افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه دی چې د اقلیم د بدلون له امله زیانمنونکي دي او د اذربایجان چارواکي ټینګار کوي چې د چاپېریال له ننګونو سره د مقابلې لپاره په دې اړه په نړیوالو بحثونو کې يې ګډون اړین دی.
تر دې مخکې طالبانو په کابل کې د اقلیم د بدلون په اړه په جوړه شوې غونډه کې په دا ډول غونډو کې د خپلو استازو پر شتون ټینګار کړی و او زیاته کړې یې وه چې د اقلیم د بدلون مسلې باید له سیاست څخه جلا شي.
دا غونډه په داسې حال کې جوړېږي چې افغانستان د خپل جغرافيايي موقعيت او سياسي او ټولنيزې بې ثباتۍ له امله د اقليمي بدلون له جدي خطرونو سره مخ دى.