ارغواني شنبو غورځنګ چې د ښځو د حقونو د فعالې مریم معروف آروين له خوا اداره کیږي، په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې که نړۍ د طالبانو له خوا د ښځو له حقونو څخه په پراخه کچه سرغړونې ته پام ونه کړي، ښځې به له پوځي جبهوسره یوځای شي.
د ښځو د دغه غورځنګ په خبرپاڼه کې راغلي دي: طالبان له درېيو څخه د زياتو کلونو راهيسې د بشريت ضد جنايتونو، سيستماتيک جنسيتي تبعيض (جنسيتي آپارتايد) او د ښځو په هدفي ځپنې سره افغان ټولنه له جدي بحران سره مخ کړې، چې د هرې ورځې په تېرېدو د دې بحران اړخونه مخ په ډېرېدو دي.
دغه غورځنګ وايي، په ورته وخت کې نړیواله ټولنه په ځانګړې توګه امریکا د دې پر ځای چې د دغو «جنایتونو پر وړاندې پرېکنده دریځ »غوره کړي، د تعامل او لېوالتیا پالیسي ته مخه کړې، چې نه یوازې طالبانو ته يې نوره زړورتیا هم ورکړي؛ بلکې دوی يې له حساب ورکولو څخه بې پرواه او «مصوٶن» کړي دي.
په دغه خبرپاڼه کې راغلي دي: «افغان مېرمنې په تېرو درېیو کالونو کې د سلګونو اعتراضي خوځښتونو او مدني مبارزو په ترسره کولو سره له شکنجې او تېري څخه نیولې تر قتل پورې له بې شمیره قربانیو سره مخامخ شوي او په وار وار یې له نړیوالې ټولنې څخه د رښتيني، عملي او معقولې پاملرنې او ملاتړ غوښتنه کړې ده؛ خو نه یوازې دا چې د دوی غږ نه دی اورېدل شوى، بلکې د تعامل تر نامه لاندې د طالبانو د ملاتړ کچه هم لوړه شوې ده.»
دغه غورځنګ زیاتوي، چې د هېواد ښځې د نړۍ له دوه ګوني او غیرفعاله تګلارو څخه ناهیلي دي او د«طالبانو زیاتېدونکي ځپنې» او دې وضعیت پر وړاندې د نړۍ بې پروايي نشي زغملی.
د ارغواني شنبو غورځنګ وايي، که نړیواله ټولنه او د امریکا نوی حکومت او متحدین یې د طالبانو له خوا د بشري حقونو او د ښځو پر حقونو د سرغړونو له پامه غورځولو ته دوام ورکړي، افغان مېرمنې به اړې شي چې بشري او اسلامي حقونو او ازاديو د تضمین او پر دې ډلې د پوځي فشارونو د زیاتولو لپاره پوځي محاذونو سره د یوځای کېدو په ګډون نورې حل لارې ومومي.
د دغه حرکت په خبرپاڼه کې همداراز ویل شوي چې د طالبانو جنایتونه یوازې د ښځو تر ځپلو پورې محدود نه دي؛ بلکې دوی د هېواد د اتباعو، په ځانګړې توګه د زیان منونکو توکمونو او مذهبي اقلیتونو اساسي حقونه په پراخه کچه تر پښو لاندې کړي او د «ژبني نژادي تبعیض، جنګي جرمونو، جبري کډوالۍ او نورو بشري ضد اعمالو» په ترسره کولو سره یې د ظلم او هدفي څپلو ارتکاب ته لاس اچولى دى.
دغه غورځنګ د ډونلډ ټرمپ په مشرۍ د امریکا له نوي حکومته غوښتي چې د بشري حقونو، د ښځو حقونو او نړیوال عدالت ته خپله ژمنتیا ثابته کړي، لومړی دې د طالبانو مشران ونیسي او محکمې ته دې راکش کړي.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د هېوادوالو په تېره بیا د ښځو ډېر حقونه او آزادي تر پښو لاندې کړي دي او د ښځو د زده کړې، لوړې زده کړې او کار په ګډون یې سخت بندیزونه او محدوديتونه وضع کړي دي.
تازه، طالبانو د امربالمعروف او نهى عن المنکر تر سرليك لاندې د خپل نوي قانون په توشيح سره په عامه ځایونو کې د ښځو غږونه او مخونه منع کړي دي.
له بلې خوا د امربالمعروف او نهى عن المنکذ وزیر خالد حنفي ویلي دي چې د یوې بالغې ښځې لپاره د بلې بالغې ښځې په حضور کې تلاوت کول او په لوړ غږ لمونځ کول حرام دي.