د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي پلټونکې ادارې (سیګار) په خپل پنځه شپېتم درې میاشتني راپور کې ویلي، چې امریکا به ۲۰۲۴ مالي کال کې له افغانستان سره ۸۸۵ میلیونه ډالره مرسته وکړي. خو په دغه راپور کې د دغو مرستو د دوام په اړه څه نه دي ویل شوي.
دا په داسې حال کې ده، چې سپینې ماڼۍ ته د امریکا د ولسمشر په توګه د ډونلډ ټرمپ له ستنېدو سره د طالبانو تر واک لاندې افغانستان سره د امریکا د نغدي مرستو د کمېدو او ځنډېدو په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.
د سیګار د راپور له مخې، د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې له افغانستانه د خپلو ځواکونو له وتلو وروسته، امریکا د افغانستان تر ټولو ستر مرستندوی هېواد پاتې شوی او له افغانستان او دغه هېواد کې يې له کډوالو سره ۲۱.۰۶ میلیارده ډالره مرسته کړې ده.
د دغه راپور له مخې، د امریکا متحدو ایالاتو د خپلو ځواکونو له وتلو او د جمهوري رژیم له نسکورېدو وروسته د بشري مرستو او پراختیا په برخه کې ۳.۳۳ میلیارده ډالره، د افغانستان د بشري مرستو صندوق ته ۳.۵ میلیارده ډالر او ۸،۷ میلیارده ډالره د « د متحدينو د ښه راغلاست عملياتو» لپاره ورکړي. او همدارنګه یې په نورو برخو کې ۵.۵۳ میلیارده ډالره لګولي دي.
په دغه راپور کې راغلي، د ۲۰۲۱ کال تر پایه افغانستان ته د امریکا متحدو ایالتونو له نږدې ۳.۳۳ میلیارده ډالرو بشري مرستو څخه ۲.۴۳ میلیارده ډالر ورکړل شوي چې د امریکا د ټولو بشري مرستو د بودجې ۷۳ سلنه برخه جوړوي.
د دغه راپور پر بنسټ، نور ۴۶۹ میلیونه ډالره یا د ټولو بشري مرستو ۱۴ سلنه د هېواد په پرمختیايي برخه کې لګول شوي دي.